سوداګري

زابل کې د بادامو د سږنیو حاصلاتو زیاتوالی

په زابل کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رياست د مسوولينو په وینا، سږکال ددې ولایت په ارغنداب، شاجوی، شينکۍ او شملزو ولسوالیو لس زره او ۲۴۰ ټنه بادام ترلاسه شوي دي.

دا کچه د تېر کال په پرتله د بادامو په حاصلاتو کې د ۲۷ سلنې زیاتوالي ښودنه کوي.

ددې ریاست مسوولین وایي چې د بادام حاصلاتو د زیاتوالي لامل په دې ولایت کې د بڼونو زیاتوالی دی.

په زابل کې د طالبانو د کرنې رياست د ترويج مدير صفت الله نبی زاده

سوداګر هم وایي چې د تېر کال په پرتله د بادامو د حاصلاتو په زیاتوالي سره یې بیې هم لوړې شوې دي.

نوموړی زیاتوي: «تاسو خبر ياست چې زابل کې د بادامو حاصلات زیات وي چې د تېر په پرتله یې کچه زیاته شوې او موږ له کروندګرو سره مرسته زياته کړې ده.»

د دوی په وینا اوسمهال د زابل بادام د افغانستان پر ولایتونو سربېره، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان ته هم صادرېږي.

اوس د زابل په بازارونو کې یوه کیلو بادام په ۳۱۰ افغانۍ دي.

یو سوداګر احسان الله وايي: «دلته ښه بادام پيدا کېږي او موږ یې هم د هېواد بېلابېلو برخو ته لېږدوو، همداراز تاجکستان، پاکستان او ازبکستان ته يې صادروو.»

د زابل په سویل کې د بادامو او انځرو زرګونه هکتاره بڼونه موجود دي. د طالبانو ځایي مسوولین وایي که راتلونکي کې هم په دې ولایت کې ورښتونه زیات وي، د بادامو د حاصلاتو زیاتوالي ته هیله من دي.