افغانستان

د ننګرهار بزګران نورو هېوادونو ته د توکو د قاچاق د مخنیوي غوښتنه کوي

کروندګر وایي سږني غنم که څه هم وروستیو بارانونو زیانمن کړي خو بیا یې هم حاصلات ښه دي او زیاتوي که اړونده ادارې ورته پر وخت درمل او سره ورسوي ښايي حاصلات یې لا زیات شي.

د سیمې یو کروندګر لعل عمر وايي: «سره له دې چې سږکال سخت بارانونه او ږلۍ شوې خو بیا هم حاصلات ښه دي، غوښتنه مو دا ده که حکومت له موږ سره مرسته وکړي او پر وخت نباتي درمل او سره راکړي حاصل به مو نور هم زیات شي.»

یو شمېر نور کروندګر بیا ګاونډیو هېوادونو ته د غنمو د قاچاق په اړه اندېښنه لري.

د نصر الله په نوم یو کروندګر وایي: «دغه غنم قاچاقي ځي پاکستان ته نو دا باید مخه یې ونیول شي دا بیا موږ افغانانو ته بېرته ګران تمامېږي اوس یې باید د قاچاق مخه ونیول شي.»

یو کروندګر انعام الله هم وايي: «پاکستان، ایران او ګاونډي هېوادونه هڅه کوي چې غنم وساتي او ذخیره یې کړي دوی بیا وروسته یوه بوجۍ اوړه پر موږ په ۲ نیم زره او ۳ زره افغانۍ پلوري.»

اخوا، ننګرهار کې د طالبانو د کرنې رییس بیا وایي، سږکال د دې ولایت په ولسوالیو کې پر ۶ زره او ۲۰۷ هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې حاصل یې د تېر کال په پرتله دوه سوه شپږ اویا ټنه زیات دي.

د دې ولایت اوسېدونکي وایي، اړتیا ده چې طالبان د ننه په هېواد کې هم د هغو سوداګرو مخه ونیسي چې په اوسني وخت کې غنم ارزانه پېري او بیا یې وروسته پر خلکو په لوړه بیه پلوري.