نړۍ

د اردوغان شخصي او سیاسي ژوند ته یوه کتنه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ۱۹۵۴ زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۲۶ استانبول کې نړۍ ته راغۍ. هغه په ۱۹۸۱ کال کې د مرمره پوهنتون د اقتصاد او اداري علومو له پوهنځي فارغ شو.

اردوغان د ځوانۍ په پیل کې له فوټبال او سیاست سره ځانګړې مینه لرله. هغه په ۱۹۹۴ کال کې د استانبول ښاروال شو خو په ۱۹۹۹ کال کې د ترکیې د سیکولار جمهوري دولت له اصولو د سرغړونې په تور زنداني شو.

په ۲۰۰۱ کال کې یې د عدالت او پرمختګ ګوند بنسټ کېښود او د ۲۰۰۲ کال په پارلماني ټاکنو کې یې ترټولو زیاتې رایې ترلاسه کړې خو د محکومیت له امله پارلمان نه شوای ننوتلی.

د قانون په تعدیل سره اردوغان د ۲۰۰۳ کال د مارچ پر نهمه نېټه په منځ‌مهاله ټاکنو کې بریالی او د مې پر ۱۴ واک ته ورسېد.

له ۲۰۰۳ کال راهیسې یې د لومړي وزارت درې دورې تېرې کړې.

په همدې حال کې اردوغان له یوې لسیزې حکومتولۍ وروسته په عمومي ځایونو کې د حجاب اغوستو ممنوعیت لیرې کړ. پر هغه تور ولګول شو چې له اسلام‌پالو په ځانګړې توګه د مصر له اخوان المسلمین څخه ملاتړ کوي.

د صدراعظمۍ له درېیو دورو وروسته، د ولسمشرۍ تشریفاتي رول ته نوماند شو. د ولسمشرۍ پرمهال په ۲۰۱۶ کال کې یې سیاسي سیالانو غوښتل په پوځي کودتا کې هغه له واکه ګوښه کړي.

دا کودتا له ولسي مقاومت سره مخ شوه او بلواګرو سرتېرو نږدې ۳۰۰ تنه ووژل.

نوموړي خپل پخوانی ملاتړی فتح‌الله ګولن چې په امریکا کې مېشت ترکی عالم و، په دې دسیسه کې په لاس لرلو تورن کړ.

اردوغان د دې اقدام د غچ اخیستو لپاره د سرتېرو، خبریالانو، وکیلانو، د پولیسو افسرانو او سیاستوالو په ګډون ۵۰ زره کسان ونیول.

له دې کودتا او ځپلو وروسته، له اروپايي ټولنې سره د ترکیې اړیکې ترینګلې شوې؛ خو دې کودتا له اردوغان سره مرسته وکړه ترڅو خپله واکمني تر پخوا پیاوړې کړي.

ترکیې په تېرو دوو لسیزو کې د ملګروملتونو او ناټو په چوکاټ او هم په خپلواکه توګه په پوځي، اقتصادي، سیاسي، کلتوري او علمي برخو کې د افغانستان له مخکیني حکومت سره همکاري لرله.

خو دغه هېواد د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته له طالبانو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړ او کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی پرېښود. استانبول کې یې د افغانستان کونسلګرۍ هم د طالبانو یوه ديپلومات ته وسپارله. په همدې حال کې د جمهوریت دورې ډېری سیاسي مشرانو دغه هېواد ته پناه وړې ده.

سره له دې چې اردوغان د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته ویلي، ترکیه افغان مهاجرینو ته د پناه ورکولو لپاره هېڅ مکلفیت نه لري او د لا زیاتو کډوالو له ورتلو مخنیوی یې وکړ، خو هېواد یې لا هم تر ۳۰۰ زره زیاتو افغان کډوالو کوربه دی.