افغانستان

د ملګرو ملتونو د روغتيا نړيوال سازمان:په روان زېږدېز کال کې په افغانستان کې ٩٤تنه مړه شوي

تصویر از آرشیف

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د روان کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د شري ناروغۍ له ۱۸زره۷۰۰ ډېرې مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.

د دغې سازمان د موندنو پر بنسټ، په همدې موده کې د يادې ناروغۍ د خپرېدو له امله ۹۴ تنه مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان زیاته کړې، چې د شري تر ټولو ډېرې پېښې په بلخ ولایت کې ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو د دغه سازمان په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې د شري د مشکوکو پېښو شمېر ته په کتو بلخ ولایت کې د شري په ناروغۍ تر ټولو ډيرې شکمنې پېښې چې لس زره تنه په بلخ ولايت کې، ۱۴،۶ سلنه، ورپسې په سمنګان کې ۱۴،۳ سلنه، خوست کې ١١.٣سلنه، او فراه کې ١٠.٣سلنه تثبيت شوې دي.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې له شري سره د مبارزې په برخه کې یې ۱۳ ولایتونه او ۵۲ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نيولي، چې په پایله کې یې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر کم شوی دی.