افغانستان

د طالبانو دفاع وزیر په افغانستان کې د داعش له شتون څخه انکار وکړ

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست وزير محمد یعقوب مجاهد د مالیزیا له پلاوي سره په لیدنه کې د داعش له شتون څه انکار کړى او ويلي دي، چې په افغانستان کې په فزيكي ډول د داعش په ګډون هیڅ “تخريبوونکې ډله” شتون نه لري.

د طالبانو د دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې د یعقوب مجاهد په حواله لیکلي دي، چې د افغانستان له خاورې د سیمې هېوادونو ته کوم ګواښ نشته.

مالیزیايي پلاوي د دغه هېواد د لومړي وزیر د استازي په مشرۍ د سه شنبې په ورځ کابل ته راغلى او د طالبانو له بېلابېلو چارواکو سره یې کتلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا راپور ورکړی و، چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا شپږ زره داعش جنګيالي ميشت دي. د امنیت شورا د راپور له مخې، القاعده شبکه هم توانېدلې چې په افغانستان کې روزنیز مرکزونه او نوې اډې جوړې کړي.

وروسته له هغې چې طالبانو پرافغانستان واک تر لاسه کړى، د نړۍ هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیانو تل په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو له شتون څخه اندېښنه ښودلې ده.