افغانستان

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د بهرنیو چارو وزارت يوشمېر کارکوونکى نیولي

سرچینې آمو ته تایید کړې، چې د طالبانو استخباراتو د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر کارکوونکي نیولي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، په دغو کارکوونکو کې په سعودي عربستان کې د افغانستان د سفارت پخوانى سلاکار سيد نبي نبيل هم شامل دى.

تر اوسه د ښاغلي نبیل د نیولو لامل نه دی څرګند. د ښاغلي نبیل خپلوانو هم د هغه نیول کېدل د آمو ته تایید کړل.

د ښاغلي نبیل یوه خپلوان چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ویلي، چې هغه په دې وروستیو کې د بهرنیو چارو وزارت په غونډو کې پر امیرخان متقي سختې نيوکې او خبرې کړې دي.

دغو باخبرو سرچينو ويلي، چې اوس په دغه وزارت کې د غيرپښتنو کارکوونکو شمېر ٦٠ ته رسېږي او ظاهراً د طالبانو له خوا د ښاغلي نبيل نيولو د دوى ترمنځ اندېښنې راپارولي دي.