نړۍ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر لخوا د اروپايي ټولنې د بندیزونو مخالفت

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان پر اسرائیلو باندې د دغه هېواد د برید په تړاو ویلي دي چې ایران د اسرائیلو د «بې پروا یرغل» پر وړاندې له خپل حق څخه د دفاع لپاره کار اخیستی خو د اروپايي ټولنې له خوا پر ایران د بندیزونو پر زیاتېدو افسوى کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر ایکس لیکلي: «د افسوس وړ ده، چې اروپايي ټولنه په چټکۍ سره پر ایران د نورو غیر قانوني بندیزونو د لګولو پرېکړه کوي.

يوازې په دې دليل چې ایران د اسراییلو د “بېباکانه یرغل” په وړاندې د ځان د دفاع لپاره خپل حق کارولی دی.

عبداللهیان دا هم ويلي، چې اروپايي ټولنه باید “د اسراییلو د رضایت لپاره د واشنګټن د سپارښتنو اطاعت ونه کړي.”

هغه په ​​خپله ليکنه کې زياته کړې، په داسې حال کې چې اسراييل د بېلابېلو جنګي جنايتونو، راکټي بريدونو او قحطۍ له لارې په فلسطين کې “نسل وژنې” ته دوام ورکوي،خو ددې جرمونو په اړه د اروپايي اتحادیې غبرګون د خالي کلمو څخه پرته ډیر نه دی.

هغه وايي: «اروپايي ټولنه بايد مسوولانه عمل وکړي او پر اسرائيلو بنديزونه ولګوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په لوګزامبورګ کې پر ایران د دې اتحادیې د نویو بندیزونو د لګولو په تړاو غونډه وکړه.

د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشر جوزپ بوریل د غونډې په پای کې اعلان وکړ، چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د پروګرام او همداراز په سیمه کې د تهران نيابتي ځواکونو ته د هغو د سپارلو پرضد ایران باندې د بندیزونو پر پراخولو موافقه وکړه.