نړۍ

اردوغان له بري‌ وروسته: د ترکیې ټول ۸۵ میلیونه وګړي د ټاکنو ګټونکي دي

رجب طیب اردوغان د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې له بري وروسته په استانبول کې خپلو پلویانو ته په خطاب کې وویل: «د هغه ولس له هر غړي مننه کوم چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره یې ماته د ترکیې د اداره کولو مسوولیت راوسپاره.»

اردوغان د ترکیې له ولس څخه د مننې په څرګندولو وویل: «موږ د ولسمشرۍ ټاکنو دوهم پړاو د خپلو خلکو په رضایت پای ته ورساوه.»

هغه د ترکیې له خلکو د «ډیموکراسۍ د اختر» له امله چې دغه هېواد د ټاکنو پرمهال تجربه کړې مننه وکړه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل: «انشا‌ءالله چې د تېرو ۲۱ کلونو په شان به ستاسو د باور وړ واوسم.»

اردوغان په داسې حال کې د ټاکنو په دوهم پړاو کې بریالی شو چې په لومړي پړاو کې یې له ۵۰ سلنه زیاتې رایې ترلاسه نه کړې او له خپل سیال کمال قلیچدار اوغلو سره د ټاکنو دوهم پړاو ته ولاړ او اوس په دغو ټاکنو کې په بري سره د راتلونکو پنځو کلونو لپاره یو ځل بیا د ترکیې ولسمشر شو.