د نېمروز په سرحدي سیمو کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته شوې.
دغه نښته نن سهار د نامالومو د لایلو له امله رامنځته شوې ده.
له دې نښتې سره همهاله یو شمېر رسنیو خبر ورکړی،چې د پولې دواړه غاړو ته ولسي خلک هم ټپیان شوي دي.
د هیل واش خبري اژانس چې د بلوچستان د سیمې خبرونه تر پوښښ لاندې راولي وايي چې په دې جګړه کې دواړه لوریو له سپکو او درنو وسلوهم کار اخیستی.