سوداګري

سپين بولدک کې د ترانزيټ نوې لارې سوداګرو ته آسانتیاوې زياتې کړې

د روان زېږدیز کال د مې میاشتې پر اتمه نېټه له چمن سره د سپين بولدک د عمومي دروازې ترڅنګ يوه بله غيررسمي دروازه د سوداګرۍ او ترانزيټ د اسانتیا په موخه د ځايي مسوولينو له لورې پرانیستل شوه.

تازه پرانیستل شوې دروازه يوازې د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد لپاره ځانګړې شوې او د ورځې ۱۲ ساعته پرانيستې وي.

د سپين بولدک د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول محمد صديق وایي دغه لار د افغان او پاکستاني سوداګرو په غوښتنه، د سوداګريزو توکو د پر وخت لېږد او د ترانزيټ په برخه کې د مالي زيان د مخنیوي او اسانتیا رامنځته کولو په موخه پرانیستل شوې ده.

نوموړی زیاتوي: «مخکې دلته ډېرې ستونزې وې، چي بيا وروسته موږ له دواړو حکومتونو غوښتنه وکړه او دغه دروازه راته يوازې د ترانزيټ لپاره پرانیستل شوه، چې ډېره لويه اسانتیا ده، دا دروازه به د تازه مېوې فصل پر مهال هم زیاته ګټوره وي.»

په سپين بولدک ولسوالۍ کې سوداګر او د سوداګريزو توکو د لېږدونکو موټرو چلونکي وايي، له چمن سره د ترانزيت تازه پرانیستل شوې دروازې ورته اسانتیاوې زياتې کړې دي.

يو سوداګر احمد وایي: «زياتو سوداګرو د سپين بولدک-چمن ترمنځ د دروازې ستونزې له امله خپلي پانګې له دې ځايه لېږدولې وې، چې اوس به بېرته دلته سوداګري زياته شي.»

عبدالخالق چې د سپين بولدک چمن ترمنځ سوداګريز مالونه لېږدوي وايي: «دغه لار بيخي زياته اسانتیا ده، مخکي به په ورځو د ګڼې ګوڼې له امله نشوای تېرېدای، چې دا ستونزه اوس حل شوه.»

په سپين بولدک کې د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد غير رسمي دروازه له عمومي دروازې او سپين بولدک ګمرک ترمنځ موقعیت لري.

د سپين بولدک د سوداګرۍ خوني مسوولينو ویلي، له دې مخکې به د سپين بولدک-چمن پر دروازه د زياتې ګڼې ګوڼي له امله د سوداګريزو توکو لېږدونکي موټر پر وخت نشوای تېرېدای، چې له امله به یې د ورځي د دروازې دواړو غاړو ته پر هر پاتې کېدونکي موټر له ۱۰۰ تر ۱۵۰ ډالرو ډیېمرج اخیستل کېده.