سویلي آسیا

عمران خان د خپلو اتو قضيو لپاره ضمانت ترلاسه کړ

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د سه شنبې په ورځ له خپلې مېرمنې بشرا بیګم سره د سختو امنيتي تدابيرو لاندې د اسلام اباد محکمې ته حاضر شو، څو د القادر پوهنتون په ګډون خپلې دوسيې وڅېړي.

د پاکستان سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د ترهګرۍ ضد محکمې د جون تر اتمې پورې د اتو قضیو په تړاو د ښاغلي خان ضمانت منظور کړی دی.

بابر اعوان د عمران خان وکيل: «دا قضیه نه بلکې په حقیقت کې يو پروپاګند دی. له فساد سره د مبارزې په نوي قانون کې راغلي، هر کله چې څوک ناقانونه پیسې او بډې اخلي او جیب ته یې اچوي، پر وړاندې دې یې اقدام وشي.»

په همدې حال کې د هغه مېرمن بشرا بېګم هم پر اختلاس له تورونو سره مخامخ ده. نوموړې تر اوسه پر ده د لګېدلو تورونو په اړه څه نه دي ويلي، خو په ورته مهال عمران خان پر خپلې مېرمنې دغه تورونه رد کړي دي.

ښاغلي خان ټینګار کړی، چې د ده پر ضد قضيې جعلي دي او له واک څخه د ده د لېرې کولو هڅه ده.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان: «آیا د القادر پوهنتون ګټه ما ته رسيږي؟ د القادر ټول بانکي حسابونه له حکومت سره دي. ما ته يې څه ګټه رسيږي؟ زه نه معاش اخلم او نه بل څه.»

پر عمران خان تور دی چې د لومړي وزير د دورې پر مهال یې د القادر پوهنتون د جوړولو لپاره له بېلابېلو سرچینو میلیاردونه پاکستانۍ کلدارې او ځمکې ترلاسه کړې دي.

د پاکستان حکومت وايي، عمران خان د القادر پوهنتون په تړون کې د پاکستان ملي خزانې ته ۱۹۰ میلیونه پونډه تاوان رسولی.

عمران خان د مې په نهمه د پاکستان د پوځ له خوا د اسلام اباد په سترې محکمه کې ونیول شو.

د ښاغلي خان نیول کېدو په ټول هیواد کې د ناکراریو څپې له ځان سره لرلې.

د پاکستان په لویو ښارونو کې زرګونه کسان سړکونو ته راووتل او له امنیتي ځواکونو سره په نښتو واوښتل.

عمران خان وايي، په دغو مظاهرو کې ۲۵ کسان وژل شوي، سلګونه نور ټپیان او د تحريک انصاف ګوند د مشرانو په ګډون لس زره کسان نیول شوي دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز ویلي چې تورن کسان به په پوځي محکمه کې محاکمه شي.