ورزش

څو لنډ سپورتي خبرونه

د ۲۰ کلنو کم عمره فوټبال نړيوال جام سياليو په دوام د دوشنبې په ورځ انګلستان په ارجنټاین کې تونس ته ۱-۰ ماتې ورکړه.

د انګلیس لوبډلې لپاره یوازینی ګول ډان سکارلېټ په ۲۵مه دقیقه کې د هاروي ویل له اوږده پاسه وروسته په سر وواهه.

انګلستان له دې لوبې درې نمرې ترلاسه کړې، خو د عراق پر وړاندې د یوراګوای د ۲-۰ له ماتې وروسته ونه توانېد چې په ګروپ کې له دغې جنوبي امریکايي لوبډلې مخکې شي.

د جنوبي کوریا لوبډلې هم د دوشنبې په ورځ په خپله لوبه کې د ۲-۱ پایلې سره د فرانسې له لوبډلې مخکې شوه.

د ټېنس اتم نمبر لوبغاړي اډریان ماناریینو د دوشنبې په ورځ د سربیا فیلیپ کراجینوویچ پر وړاندې د ۷-۵ او ۶-۱ پايلې سره د جينيوا ټېنس ازادې سيالۍ پيل کړې.

دغه فرانسوي لوبغاړي په دې بریا سره د سیالیو دویم پړاو ته لاره پیدا کړه.

په همدې حال کې د چیلي نیکولاس جیري هم د سربیايي دوسن لاجوویچ پر وړاندې د ۶-۴ او ۶-۲ په بریا سره ۱۶ پړاو ته لاره پیدا کړه.

د نړۍ یو شمیر مشهور ټینس لوبغاړو د فرانسې ټېنس ازادو سياليو کې د ګډون لپاره تمرینات پیل کړل.

ټاکل شوې د روان ګاروس سيالۍ یوه اونۍ وروسته پیل شي.

د دوشنبې په ورځ د نړۍ دويم نمبر آرینا سبالینکا، د نړۍ شپږم نمبر کوکو ګاف او د نړۍ اووم نمبر اوونس جابور په تمریناتو کې برخه واخیسته.

هسپانیي بیاتریز حداد مایا او بیلاروسي ویکتوریا ازارینکا هم په پاریس کې پر تمريناتو پيل وکړ.

د فرانسې ټېنس ازادې سيالۍ به د می له ۲۸مې د جون تر ۱۱مې ترسره شي او له ښځينوو او نارینوو څخه به هر يو اتل ته ۲,۳ ميلیون جايزه ورکړل شي.