ساینس او ټکنالوژي

په انګلستان کې د میټاورس ښوونځی؛ زده کوونکي په کې په «تری دی» بڼه درسي موضوعات زده کوي

په انګلستان کې یوه ښوونځي ټولګیو ته “میټاورس” معرفي کړی او زده کونکو ته په مجازي حقیقت سره درس ورکوي.

دا ټیکنالوژي د “ریډم هاوس” ښوونځي زده کونکو ته اجازه ورکوي چې درسي موضوعاتو ته په «تری دی» بڼه لاسرسی ولري او له نږدې یې وګوري.

د دې ښوونځي زده کوونکي خپل ځینې مضامين په میټاورس کې زده کوي، دوی د نړۍ لومړني مخلوقات لکه مموت ګوري یا لمریز نظام  مشاهده کوي.

میرمن – لونا ډراګومیر – د ساینس ښوونکې: «د هغې زده کول خورا فوق العاده دي. کله چې‌ دوی یو څه وګوري، یاد ته به يې وسپاري. او ژور پوهه ترلاسه کوي ځکه دوی کولی شي یو شی لمس کړي. دوی کولی شي دا له هر اړخه وګوري. کولی شي وګوري چې دا څنګه کار کوي. دوی کولی شي د هغې کړنې وګوري.»

په ورته مهال د دې ښوونځي زده کوونکي وايي، چې د میټورس په مرسته د موضوعاتو زده کول اسانه شوې دي.

ساسکیا – زده کوونکی: «د ساینس په ټولګي کې تجربه حیرانونکې وه. واقعاً په زړه پورې وه چې څنګه مې وکولی شول زړه په بل ځای کې کېدم. نو که تاسو په یوه عادي ټولګي کې یاست، داسې کار نه شئ کولی.»

د آنلاین ښوونځیو اجرایوي هديرې اشلي هارولډ رویټرز ته ويلي چې دا پروژه په ټوله نړۍ کې کارول کیدی شي.

ميټاورس ښوونځی د زده کړو ترلاسه کولو لپاره په مجازي حقیقت کې د ټولې نړۍ زده کونکي سره راټولوي او اړتیا نه لري په فزیکي توګه په ښوونځي کې شتون ولري.

دې ښوونځي د میټاورس له لارې د ساینس، تاریخ، هنر او جغرافیه په څېر مضامينو د تدریس لپاره زمينه برابره کړې.