نړۍ

علي شمخاني د ایران د ملي امنیت عالي شورا له منشيتوب استعفا وکړه

علي شمخاني د ایران د ملي امنیت عالي شورا له منشيتوب استعفا وکړه. نوموړي تېره شپه په یوه ټویټ کې د خپلې استعفا په اړه ګنګوسې تایید کړې.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا پورې اړوندې نور نیوز ویب پاڼې هم د شمخاني استعفا تایید کړې ده.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي نن د علي شمخاني پر ځای د ایران د سپاه پاسداران قومندان علي اکبر احمدیان د ایران د ملي امنیت عالي شورا د منشي په توګه وټاکه.

دا اقدام په داسې حال کې شوی چې څو ورځې مخکې د ایران مذهبي مشر علي خامنه ای د هر ډول خنډ د له منځه وړلو لپاره د دغه هیواد په بهرنی سیاست کې په نرمښت ټینګار وکړ.

کلېپ: علي شمخاني – د ایران د ملي امنیت عالي شورا پخوانی منشي

دوی وايي چې موږ به ځمکنۍ مداخله ونه کړو. داسې ښکاري چې د دې وړتیا هم نه لري ځکه چې کله يې چې په افغانستان او عراق کې مداخله وکړه مات شول. موږ تل په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د مداخلې مخالف وو.

شمخاني په ۲۰۱۳ کال کې د ایران د ملي امنیت عالي شورا د منشي په توګه وټاکل شو او د محمد خاتمي د ولسمشرۍ په دوو دورو کې له ۱۹۹۷ تر ۲۰۰۵ پورې د دفاع وزیر و. هغه په ​​وروستیو کلونو کې د سیمې لپاره د ایران په سیاستونو کې مهم رول لوبولی دی.

کلېپ: علي شمخاني – د ایران د ملي امنیت عالي شورا پخوانی منشي

“د ایران په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی. د سوریې په ولس باندې د ناغوښتل شوې او تحميلې جګړې د رامنځته کیدو له لومړۍ ورځې څخه مو د سوریې د مسئلې حل لاره د خبرو اترو له لارې سیاسي حل ګڼلی او پر هغې کلک ولاړ وو.

ښاغلی شمخاني چې له لسیزو راهیسې د ایران اسلامي جمهوریت په سیاست کې فعال و، تېره میاشت يې له سعودي عربستان سره د څو کلونو کړکېچ پای ته رسولو او د سیاسي اړیکو د بیا رغولو لپاره یوه هوکړه لاسلیک کړه. هغه هوکړه چې په سیمه کې تاوتریخوالي د کمېدو لامل شو او د سولې خبرو اترو مېز ته يې د یمن ښکیلې خواوې راکش کړې.

خو د شمخاني ځای ناستی علي اکبر احمدیان د ایران د ملي دفاعي پوهنتون د ستراتیژیک مدیریت محصل دی.

تر دې وړاندې هغه د سپاه پاسداران د ستراتیژیک مرکز مسوول و. احمدیان د ایران د مصالحې شورا غړی هم دی.

هغه همدارنګه د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو د قومندان او د سپاه پاسداران د ګډو ځواکونو د مشر په توګه هم کار کړی دی.

تر اوسه د ښاغلي شمخاني د استعفا لامل څرګند نه دی.