سویلي آسیا

عمران خان: د عدالت خپلواکي په خطر کې ده، مظاهرو ته دوام ورکوو

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي چې د دغه هیواد حکومت په قصدي ډول د مظاهره چیانو په منځ کې بلواګر دننه کړي وو چې حکومتي او غیر دولتي تاسیسات وسوځوي.

عمران خان تېره اوونۍ د پاکستان د پوځ له خوا د فساد په تور ونیول شو او د هغه پلویانو د هېواد په لویو ښارونو کې پر لاريونونو لاس پورې کړ.

د تېرې اوونۍ په ګډوډيو کې چې د عمران خان پلویانو په لاره اچولي وو یو شمیر کسان ووژل شول، په سلګونو نور ټپیان شول او یو شمیر دولتي او غیر دولتي تاسیساتو ته هم وسوځېدل. خو عمران خان ادعا کوي چې په دې ګډوډيو کې د پاکستان حکومت لاس درلود څو د ده پر ضد قضيه ثبت کړي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وایی: «اوس زه له زندان څخه خوشې شوی یم او د څېړنو فرصت لرم، زما په وړاندې یوه منظمه دسیسه شتون لري. د دولتي ودانیو او د قول اردو د قومندان د کور سوځول، زه پوه شوم چې تخریب کوونکي له وسلو سره د مظاهره چیانو منځ ته ننوتل، هغوی ته یې سون توکي ورکړل، موږ ویډیويي شواهد لرو.»

په همدې حال کې، د دوشنبې په ورځ عمران خان د پاکستان له خلکو وغوښتل چې د هېواد د سترې محکمې د ژغورلو لپاره دې د سوله ییزو لاریونونو تابيا ونیسي.

هغه همدارنګه د پاکستان پر امنیتي ادارو تور ولګاوه چې په فدرالي حکومت کې له ځینو عناصرو سره د سترې محکمې د نیولو او اساسي قانون تخريبولو کې مرسته کوي.

خان وایی: «زه له خلکو څخه غواړم چې تاسو باید دې توطیې ته ماته کړئ. سوله ایز لاريونونه زموږ مسلم حق دی. موږ غواوې او پسونه نه یو.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ډيموکراټيک غورځنګ پلویانو د دغه هېواد د سترې محکمې د عمران خان په ملاتړ د ضمانت ورکولو پرېکړې پر ضد لاريون وکړ او د دغه ضمانت د لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه.

امنیتي ځواکونه لا هم د تېرې اوونۍ د تاوتریخوالي عاملینو د نیولو په حال کې دي او د دوشنبې په ورځ یې په راولپنډۍ ښار کې لږ تر لږه ۷۶ کسان ونیول.