سویلي آسیا

د عمران خان له خوشي کېدو وروسته د پاکستان پر سترې محکمې نیوکې

د پاکستان د سترې محکمې لخوا د عمران خان خوشې کېدل د حکومتي چارواکو او د نواز شریف د مسلم لیګ ګوند له نیوکو سره مخ شوي.

د پاکستان د دفاع وزیر وايي، هغه محکمه چې د عمران خان د ورتلو پر مهال يې ورسره قاضي ښه چلند کړی او هغه ته یې د بریالیتوب هیله کړې، څنګه کولای شي چې عدالت تامين کړي. نوموړي عمران خان له پاکستاني طالبانو سره تشبېه کړی دی.

خواجه آصف زیاتوي، هغه محکمه چې د عمران خان د ورتلو پرمهال یې له هغه سره صمیمي چلند درلود او د بریالیتوب هیله یې ورته کړې، څرنګه عدالت ټینګولای شي.

هغه عمران خان او د نوموړي پلویان په پاکستان طالبانو تشبیه کوي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف وايي: «په لاهور، پنډۍ او نورو ځایونو کې د پوځ پر تاسیساتو بریدونه شوي. موږ خپله دښمن ته دا فرصت ورکوو چې پر موږ ملنډې ووهي. موږ سره په پنځوس کيلومترۍ کې پروت دښمن هغه کارونه ونه‌شوای کولای، چې عمران خان او د هغه پلویانو په دې هېواد کې وکړل.»

عمران خان چې لږترلږه دوه د مالي فساد او څو نورو قضیو کې نیول شوی و، د سترې محکمې په حکم خوشی شو.

خو د نوموړي له ازادۍ مخکې يې پلویانو د حکومت او پوځ پر ضد پر بلواګانو لاس پورې کړ.

د لاهور اوسېدونکی اشفاق احمد وايي: «کله چې عمران خان ونیول شو، عامه نظم ګډوډ شو، څو ځايه اورونه واچول شول او تاوتریخوالی پيل شو. ما په خپل ژوند کې داسې تاوتريخوالی نه و لیدلی. د عمران خان له خوشې کېدو وروسته وضعیت بېرته عادي شوی؛ خو زه نه پوهېږم، دا ارامي به زيات دوام وکړي او که نه.»

تر اوسه د پاکستان هېڅ یوه لومړي وزير خپله کاري دوره نه ده بشپړه کړې.
عمران خان هم له وخت مخکې د ټاکنو د ترسره کولو غوښتونکی دی او که نوموړی خپلې دغې غوښتنې ته ورسېږي نو شهباز شریف به د قانوني دورې له پایته رسېدو مخکې له واکه لیرې شي.