ورزش

څو لنډ سپورتي خبرونه

د سریلانکا او افغانستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبې، د اېس‌میلان پروړاندې د انټرمیلان فوټبال لوبډلې بریا او د سمندر کچ کولو سیالیو په اړه د ورزشي خبرونو په دې ټولګه کې ولولئ.

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله راتلونکې میاشت کې د درېیو یوه ورځنیو لوبو لپاره سریلانکا ته ځي

د افغانستان کرېکټ لوبډله د جون میاشتې په لومړیو کې د درېیو نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو لپاره سریلانکا ته سفر کوي او د جون میاشتې پر دویمه، څلورمه او اوومه به د کوربه لوبډلې پروړاندې په همبانتوتا ښار کې درې نړیوالې سیالۍ ترسره کړي.

د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې تر اوسه د ۲۰۲۳ کال پنځوس اوریز نړیوال جام ته لار نه ده موندلې او د دې لوبو په لومړنیو سیالیو کې به ګډون وکړي ترڅو وکولای شي نړیوال جام ته لار پیدا کړي، خو د افغانستان کرېکټ لوبډلې نړیوال جام ته لار موندلې او په لومړنیو لوبو کې ګډون ته اړتیا نه لري.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ درې نړیوالې سیالۍ له کوربه لوبډلې سره مرسته کوي ترڅو د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام لومړنیو لوبو ته چمتو شي.

د اروپا اتلولۍ جام نیمه‌پایلوبې ته د انټرمیلان لار موندل

په وروستۍ لوبه کې انټرمیلان دوه ګولونه ترسره کړل او د اروپا د اتلولۍ جام د نیمه پایلوبې په لومړۍ سیالۍ کې د اېس‌میلان پروړاندې دوه پر سر صفر بریا ته ورسېده او که په نوملړ پاتې شي، لومړنۍ ایټالیايي لوبډله به وي چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې د دې لوبو اتلولي ګټي.

انټرمیلان په ۸ او ۱۱ دقیقه کې ګولونه ووهل.

انټرمیلان د راتلونکې اونۍ پر سه‌شنبې ورځ په همدې ځای کې د ای سي میلان کوربه دی او د دې لوبې ګټونکې لوبډله به په وروستي پړاو کې د ریال مادریډ یا منچسټرسیټي پروړاندې ولوبېږي.

الیون هاور لوبډله د سمندر کچ کولو لوبې د څلورم پړاو ګټونکې شوه

الیون هاور لوبډلې د چهارشنبې پر ورځ یوه په زړه پورې لوبه کې د امریکا د روډ ایلنډ ایالت په نیوپورټ ښار کې د سمندر کچ کولو سیالیو ګټونکې شوه.

د چارلي انرایټ په مشرۍ دغې ډلې د مالیزیا لوبډله له ۱۷ ورځو سیالۍ وروسته د برازیل له شمال څخه تر نیوپورټ پورې په یوه لوبه کې ماته کړه.

دغه لوبې اووه پړاوونه لري. په پنځم پړاو کې یې له نیوپورټ څخه د دنمارک تر ختیځه ۵ زره کیلومتري سفر دی.