نړۍ

جرمني د پناه غوښتونکو لګښتونو د برابرولو لپاره یو میلیارد اضافي پیسې په پام کې نیسي

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولټز چهارشنبې ناوخته وویل چې دا هېواد به په ۲۰۲۳ کال کې د هغو پناه غوښتونکو د لګښتونو لپاره چې له اوکراین څخه دغه هېواد ته ورغلي یو میلیارد یورو اضافي یورو ولګوي.

شولټز وویل: «موږ له اوکراین څخه زیات شمېر پناه غوښتونکي منلي چې په جرمني کې یې د ګڼ شمېر داوطلبانو په ملاتړ پناه اخیستې ده، اوسمهال کابو یو میلیون اکرایني پناه غوښتونکو په جرمني کې نوم لیکنه کړې ده، دا لوی شمېر دی چې په اوسني وخت کې د یوه اروپايي هېواد له خوا یې راپور ورکړل شوی دی. په عین حال کې، د هغو وګړو شمېر هم په زیاتېدو دی چې له نورو هېوادونو په جرمني کې د پناه غوښتنه کوي.»

د شولټز په وینا، جرمني په اوکراین کې د جګړې له پيل راهیسې کابو یو میلیون اوکرایني پناه غوښتونکي ثبت کړي دي.

شولټز زیاته کړې: «زموږ د نن ورځې هوکړه دا ده چې دولت یو میلیارد یورو اضافي پیسې د پناه غوښتونکو لپاره په پام کې ونیسي. دا د کډوالۍ دفترونو د دیجیټلي کولو او په دې ستونزمن او هراړخیز کال کې له ښاروالیو د ښه ملاتړ لپاره دی.»

شولټز وویل، پر دغو پيسو د دې لپاره هوکړه شوې چې دولت لازیاتې پیسې د کډوالۍ بنسټونو په واک کې ورکړي.

د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتنې آژانس (بامف) د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۱۰۱ زره او ۹۸۱ د پناه اخیستو غوښتنې ثبت کړې چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۷۸ سلنه زیاتوالی ښيي.