افغانستان

کابل کې د ټکسي‌ موټرو د رنګولو لګښت له نه لرلو د ټکسي چلوونکو اندېښنه

Social Media

کابل ښار کې  یو شمېر ټکسي چلوونکي له ژېړ څخه فیرزه‌یي ته د ټکسي‌ موټرونو د رنګ د بدلون په اړه د طالبانو نوې پرېکړې ته په اشارې وایي، چې روان ناوړه اقتصادي وضعیت کې د موټرو د رنګ بدلول ستونزمن دي.

دغه موټر چلوونکي وايي، له سهاره تر ماښامه هڅه کوي چې د ژوند لومړني لګښتونه پوره کړي، خو نه بریالي کېږي او د موټرو د رنګ بدلولو لپاره سپما نه لري.

د کابل ښار یو ټکسي چلوونکی ناصر وايی: «موږ د خپلو موټرو د رنګولو وس نه لرو. اقتصادي ستونزې مو ډېرې دي. هر څومره چې کار کوو یوازې څو وچې ډوډۍ کېږي بس. د موټر د رنګ بدلولو لګښت زموږ په وس کې نشته.»

یو بل ټکسي چلوونکی وایي چې دوی د اسنادو د نوي کولو لپاره پيسې نه لري، نو د رنګ پیسې به له کومه کړي.

یوه ټکسي چلوونکي هم وویل: «له کله مې چې دا خبر اورېدلی دی، حیران پاتې یم، څه وکړم. زما بل کار هم نه دی زده ترڅو د موټر چلوولو پر ځای یې وکړم. موږ ته یې ویلي ولاړ شئ د موټر اسناد نوي کړئ، د موټر له پیسو د اسنادو لګښت زیات دی. خلک جدي اقتصادي ستونزې لري.»

کابل کې ډېری ټکسي چلوونکو کلونه کلونه په همدې کار کې تېر کړي او اړتیا ده چې موټر نوي کړي.

حاجي بشیر چې عمر یې د ټکسي په چلولو تېر شوی او اوس سپین‌ږیري دی وایي، چې هغه د خپل موټر د رنګ د بدلون توان نه لري.

نوموړی وايي: «څوک د خلکو وضعیت ته پاملرنه نه کوي. خلک له لوږې مري.، دوی د موټرو د رنګ بدلولو خبرې کوي. زه د یوه پلار په توګه له دوی (طالبانو) غوښتنه کوم چې له دې خبرو ډډه وکړي. زه خپل اولادونه ووژنم او ټکسي پرې جوړه کړم؟»

دا په داسې حال کې ده چې د کابل د ترافيکو عمومي رياست د حکومت د رسنيو په مرکز کې په يوه خبري ناسته کې اعلان وکړ، چې د ټکسيیانو رنګ به فيروزه‌يي وي او زیاته یې کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د جرمونو د کچې د راټيټولو په موخه د ټکسي‌یانو ټول خاوندان بایومټریک هم شي.