افغانستان

په خوست کې یو خبریال او د درېيو رسنیو مدیران نیول شوي

سرچینې وايي، چې د درېیو رسنیو مدیران او یو خبریال په خوست کې د طالبانو له خوا د هغو خپرونو له امله نیول شوي چې د اختر په ورځو کې یې خپرې کړې وې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د سه شنبې په ورځ تایید کړه چې د چنار راډیو مسوول پامیر اندیش، د غرغښت ټلویزیون مسوول سخي سرور میاخېل، د ولس غږ راډیو د نشراتو مسوول محمدالدین شاه خیالي او د نن راډیو مسوول عبدالرحمن اشنا نیول شوي دي.

په خوست کې د طالبانو د د اطلاعاتو او کلتور رییس وویل چې دا کسان نیول شوی نه دي بلکې د ځینو مهمو مسایلو د شریکولو لپاره ورغوښتل شوي دي.

پامیر اندېش د هند له حیدرآباد پوهنتون څخه د ماسترۍ سند لري او په تېرو دوولسو کلونو کې یې ملي راډیو ټلویزیون په ګډون د افغانستان له رسنیو سره کار کړی دی.

د خوست ښار د میاخېلو کلي اوسېدونکی سخي سرور میاخېل په دې ولایت کې د ملي ټلوېزیون مخکینی رییس دی چې په جرمني کې یې د ژورنالیزم په څانګه کې تر ماسترۍ پورې زده کړه کړې ده.

هغه په خوست کې د غرښت ټلوېزیون چې په ختیځو ولایتونو کې لومړنۍ ټلوېزیوني چینل بنسټ اېښودونکی دی.

عبدالرحمن آشنا چې د لوګر ولایت دی، د خوست د شیخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځي فارغ شوی. هغه په تېرو لسو کلونو کې په رسنیو کې کار کړی او له ځوان راډيو سره یې خپل لومړنی کار پيل کړ.

د خوست ولایت اوسېدونکی محمد الدین شاه خیالي په تېرو ۱۶ کلونو کې له ولس غږ راډیو سره کار کړی. نوموړی همداراز په خوست کې د زرغون راډیو او یون راډیو د مسوول مدیر په توګه هم کار کړی دی.

د خوست ځایي سرچینو نن رپوټ ورکړی چې خوست کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست له خوا، د څلورو رسنیو استازي او مسوولین چې تېره ورځ نیول شوي وو، خوشي شول.

په دې کسانو کې د چنار راډیو د خوست دفتر مسوول پامیر اندېش، د غرغښت ټلوېزیون رییس سخي سرور میاخېل، د ولس غږ راډیو د نشراتو مدیر محمدین شاه خیالي او د نن اېف‌ایم راډیو استازی عبدالرحمن اشنا شامل وو.

د ننګرهار نیول شوی خبریال خوشی شو

د افغانستان د خبریالانو مرکز تېره اونۍ د ورزشي آزاد خبریال خیرالله پرهر له خوشي کېدو هرکلی وکړ چې کابو څلور میاشتې مخکې د طالبانو له خوا نیول شوی و. دغه بنسټ همداراز له طالب چارواکو وغوښتل، یو بل خبریال چې په کابل کې نیول شوی له کوم شرط پرته یې خوشی کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز AFJC رپوټ ورکړی چې پرهر په «سختو شرطونو» سره د څرخي پله له زندانه خوشی شوی دی.

د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۱۴مه د جلال آباد په کرېکټ لوبغالي کې د طالبانو د استخباراتو له خوا د پرهر تلیفون واخیستل شو او کابل ته وروغوښتل شو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د مالوماتو له مخې، دغه مرکز په افغانستان کې د اویا تنو خبریالانو د نیولو په ګډون د مطبوعاتو له آزادۍ د سرغړونې ټولې ۲۱۳ پېښې ثبت کړې چې له دې ډلې د فرانسې خبري آژانس خبریال مرتضی بهبودي چې د روان میلادي کال په سر کې په کابل کې نیول شوی لا هم په زندان کې دی.