روغتیا

ننګرهار کې د زر بستریز روغتیایي کمپلکس د جوړولو کار له ځنډېدو شکایت

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي په روغتیایې خدماتو کې له ستونزو شکایت کوي او له چارواکو غواړي چې د زر بستریز روغتیایې کمپلکس په جوړېدو سره دې روغتیایې خدمات پراخ کړي.

دغه زر بستریز روغتیایي کمپلکس چې کلونه مخکې یې په (۲۶۰) جریبه ځمکه د بنایي تصدۍ له خوا د جوړېدو چارې پیل شوې تر اتیا سلنه جوړېدو وروسته یې کارونه نیمکړي پاتې دي. روغتیایې چارواکي یې لامل د بودیجي کمښت بولي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وايي: «د بودیجې ستونزه ده او له همدې امله مو د ختیځ کمپکس کارونه ځنډېدلې  بودیجه له یوې ادارې بلي ته انتقال شوه چې کارونه یې همداسې پاتې دي.»

د روغتون ځينې برخې له جوړېدو وړاندې بېرته ویجاړې شوې دي، د سیمې اوسېدونکي که څه هم د روغتون جوړېدو ته هیله من دي خو وايي، دلته خلک د روغتیایې خدماتو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د سیمې اوسېدونکی ذبیح الله همدرد وایي: «دلته په حوزوي روغتون، فاطمه الزهرا روغتون او نورو دولتي روغتونونو کې د درملنې په برخه کې ډېرې ستونزې شته، په یوه بستر کې دوه ناروغان پراته دي.»

ددې سیمې یو بل اوسېدونکي حبیب الله وايي، که دا زر بیستریز روغتون جوړ شي نو هم به اسانتیا رامنځته شي او هم به پاکستان ته د ناروغانو د تګ مخه ونیول شي.

دوي زیاتوي، که د زر بستریز روغتون چارې بشپړې شي د زون په کچه به روغتیايي خدمات پراخ او ګاونډيو هېوادونو ته به د ناروغانو ورتګ هم کم شي.

په ننګرهار کې د طالبانو روغتیایي مسوولین هم د ختیځ حوزوي روغتون په ودانۍ کې د خونو او ساحې د کموالي له امله ستونزې مني خو وایې په راتلونکی کال به د زر بستریز روغتیایي کمپلکس نیمګړي کاروبنه بېرته پیل شي چې په بشپړېدو سره به یې اوسنۍ ستونزې حل شي.

د یادونې وړ ده چې اوسمهال د تورخم له لارې هره ورځ سلګونه ناروغان پاکستان ته د درملنې لپاره ځي چې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.