ورزش

کونړ کې د والیبال سیالیو پيلېدل

د ولایتي لوبډلي د غوراوي په موخه په کونړ کې د مرکز اسداباد په ګډون د ۱۲ ولسوالیو د والیبال سیالۍ پیل شوې دي .

ددغو سیالیو موخه د ولایت په کچه د والیبال د یوې پیاوړې لوبډلې ټاکل دي.

په کونړ کې د ورزشي آمریت مسوولین وايي، له دغو سیالیو یې موخه دا ده چې د کونړ په کچه یوه پیاوړې لوبډله غوره کړي ترڅو د نورو ولایتونو له لوبغاړو سره سیالۍ وکړي.

د کونړ د ورزشي آمریت مسلکي مدیر طارق صافی وايي: «له دې وړاندې په کونړ کې موږ داسې لوبډله نه درلوده چې د نورو ولایتونو له والیبال لوبډلو سره سیالۍ وکړي، موږ په کونړ کې ډېر تکړه او پیاوړي لوبغاړي لرو خو تر اوسه ورته پام نه دی شوی مونږ غواړو یوه ښه لوبډله جوړه کړو.»

لوبغاړي له دغو سیالیو خوښي څرګندوي او وايي، په کونړ کې د والیبال پياوړي لوبغاړي شته، خو د ورزشي آمریت له خوا ورته پام نه دی شوی. دوۍ غوښتنه کوي چې دا ډول سیالۍ نورې هم زیاتې شي.

عبدالله عارفزی چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په والیبال سیالیو کې د ولسوالۍ په کچه لوبې کوي وايي: «زه باوري یم زما په څېر ډېر ځوانان شته چې ښه استعدادونه لري خو تر اوسه د ورزشي آمریت له خوا راته پاملرنه نه ده شوي.»

دغه لوبغاړي ورزش د ځوانانو د روغتیا او غوره بوختیا لپاره ګټور بولي او د دوی د هڅولو لپاره د ډول ډول سپورتي لوبو ترسره کولو اړین بولي.

د فوټبال لوبغاړی بهیرالله وايي: «ددې سیالو دوه موخې دې یوه د ځوانانو بوختیا او بله دا چې د ولایت په کچه به پیاوړې لوبډله رامنځته شي، نو دا یو ښه اقدام دی او باید ټولو ځوانانو ته د ورزش زمینه برابره شي.»

د ویلو ده چې تر دې دمه په کونړ کې یوه منتخبه لوبډله نه وه چې د هېواد د نورو ولایتونو له لوبډلو سره سیالي وکړي

د دغه ولایت د ورزش آمریت د مسوولینو په وینا دوی غواړي د والیبال منتخبه لوبډله ولري ترڅو د نورو ولایتونو له لوبډلو سره سیالۍ وکړي.