روغتیا

د خوړو کمښت او په کم عمر کې ودونه په هېواد کې د میندو او ماشومانو د مړینې د زیاتوالي لاملونه

خو هرات کې روغتیايي مسوولین وايي چې په دې ولایت کې د روغتیايي خدماتو د زیاتېدو له امله د تېر کال په پرتله د میندو د مړینې کچه ټیټه شوې ده.

د هرات په نسايي ولادي روغتون کې مسوولان هم د میندو د مړینې کچې د ټیټېدو په تایید سره وايي چې په ۱۴۰۱ کال کې په دې روغتون کې ۲۴ زره او ۹۶۴ زېږونونه شوي او په دې کې د مړینې ۲۵ پېښې شوې چې ۱٪ کېږي.

د هرات د نسایي ولادي روغتون آمره سعیده سعید په دې اړه وايي: «په بېلابېلو دورو کې د روغتیا وزارت لومړیتوب د زېږون پرمهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچې کمول دي، خو له بده مرغه افغانستان له دې پلوه د نړۍ د نوملړ په سر کې دی، خو د هرات په نسايي ولادي روغتون کې دا کچه ټیټه ده. سره له دې موږ نه شو کولای یوازې هرات بېلګه وګرځوو او یوه واقعي انځور ته د رسېدو لپاره باید ټول ۳۴ ولایتونه وارزول شي.»

په همدې حال کې متخصصین وايي چې د خوراکي توکو کمښت، کمزوری اقتصاد، په کم عمر ودونه او نه پوهاوی د میندو د مړینې له اصلي لاملونو دي.

په هرات کې د نسايي ولادي څانګې متخصص ترینره پروین احمدي باوري ده: «له بده مرغه په دې وروستیو کې په هېواد کې په بېلابېلو لاملونو د میندو او ماشومانو مړینه زیاته شوې، ډېری امیندوارې مېرمنې د خوړو له کمښت سره مخ دي، له بلې خوا، په کم او کمو عمرونو کې له امیندوارۍ سره مخ یو، په هېواد کې تر شل کلنۍ کم عمر کې امیندواري زیاته ده او په زیاتېدو ده.»

له دې مخکې هرات کې د نسايي ولادي ډاکترانو د ظرفیت لوړولو په دویمه غونډه کې چې تېر کال په لیندۍ میاشت کې ترسره شوه، د افغانستان د نسايي ولادي ډاکترانو ټولنې ویلي وو په هېواد کې د میندو د مړینې شمېر لوړ شوی او په هرو سل زرو میندو کې کابو ۶۰۰ یې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د نسايي ولادي برخې متخصصین د روغتیايي مرکزونو زیاتول، ښځو ته د پوهاوي ورکول او د متخصص کدر ډېرول د میندو د مړینې کچې د ټیټولو لارې بولي. 

دا په داسې حال کې ده چې د میندو د مړینې د شمېر د کمولو په برخه کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له اتلس کلنې همکارۍ وروسته مسوول بنسټونه وايي چې د میندو د مړینې کچه لا هم لوړه ده او په دې برخه کې باید همکارۍ دوام ومومي.