روغتیا

هلمند کې لس روغتیایي مرکزونه ګټې اخیستو ته وسپارل شول

په هلمند کې روغتیایي مسوولین وایي، د دې ولایت په مرکز لښکرګاه او څلورو ولسوالیو کې د څه باندې اته سوه زره ډالرو په لګښت لس روغتیایي مرکزونه ګټې اخیستو ته سپارل شوي دي.

د مسوولینو په وینا د دغو پروژو مالي لګښت به تر دوو کلونو د G P i موسسې او وروسته به یونیسف د هغې دایمي تمویل پر غاړه واخلي. دوی زیاتوي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د هلمند په بېلابېلو سیمو کې شل نور کلینیکونه هم ګټې اخیستو ته وسپارل شي.

د هلمند د عامې روغتیا رییس سعید احمد سید وايي: «دغه لس کلینیکونه چې د هلمند په لښکرګاه، باباجي، ګرمیسر او مارجې ولسوالیو کې فعال شوي، اته سوه زره ډالر لګښت پرې راغلی او شل نور کلینیکونه به هم په راتلونکو څو ورځو کې د هلمند په بېلابېلو ولسوالیو کې ګټې اخیستو ته وسپارل شي.»

له بلې خوا، اخوا، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، چې له تېر کال راهیسې د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې ۱۰۳ روغتیایي مرکزونه فعال شوي دي.

د طالبانو د روغتيا وزارت مالي او اداري مرستیال محمد اسحاق وايي: «په تېر یوه کال کې هلمند کې ډېر ښه صحي خدمات وړاندې شوې او کابو ۱۰۳ روغتیایي مرکزونه په دې ولایت کې جوړ شوي او پر نورو هم کار روان دی.»

د مسوولینو په وینا، ټاکل شوې چې دغه لس روغتیایې مرکزونه څه باندې سل زره وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې دي چې لا هم د هېواد په ډېرو لیرې پرتو سیمو کې خلک له روغتیايي خدماتو بې برخې دي او له دې امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.