سي بي سي نيوز راپور ورکړی چې د امريکا حکومت پرېکړه کړې چې د لسګونه زروه هغو افغانانو د استوګنې او کار جوازونه تمديدوي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه هېواد ته تللي دي.
سرچينو سي بي ایس ته ويلي د امريکا حکومت له خوا دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د دغه هېواد په کانګرس کې د افغانستان د اتباعو د استوګنې او کار د قانون وروستي کولو لپاره د ډيموکراتانو هڅې د جمهوري غوښتونکو له مخالفت سره مخ شوې او کومې پايلې ته ونه رسېدې.
له دې پرېکړې وروسته به په امريکا کې د افغانانو د لنډمهاله استوګنې او کار جوازونه تمديد شي او دوی به له دغه هېواده د وتلو له وېرې خوندي وي.
د يوې سرچينې په وينا د امريکا د تابعيت او کډوالو اداره به په جون مياشت کې د دې خلکو د استوګنې بشر دوستانه جوازونو د تمديد بهیر پيل کړي او دا کسان کولی شي په انلاين توګه د جوازونو د وخت غځولو غوښتنه وکړي.
سپينې ماڼۍ او د قانون جوړونې يوې ډلې د کانګرس په دواړو ګوندونو فشار راوړی چې دغه هېواد ته لېږدول شويو افغانانو ته د امريکا د دايمي استوګنې يا ګرين کارت ورکولو فرصت برابر کړي.
خو د دغه وړانديز د تصويب لپاره هڅې چې د “Afghan Adjustment Act” په نوم يادېږي په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو د کافي ملاتړ د نه شتون له کبله له ماتې سره مخ شوی. ځينو جمهوريت غوښتونکو ويلي د بايډن ادارې په صحيح ډول د لېږدول شويو کسانو څېړنه نه ده کړې.
له افغانستانه د امريکا د وتلو په هله ګوله کې د دغه هېواد د اتباعو ترڅنګ نږدې ۷۷زره افغانان هم امريکا ته کډوال شول چې د بشردوستانه وېزو ورکولو له حقه په ګټې اخيستو يې دغو وګړو ته د لنډمهاله استوګنې او کار زمينه برابره کړه.