افغانستان

د کارګر نړیواله ورځ او په افغانستان کې د وزګارۍ پراختیا

سږ کال د مې میاشتې لومړنۍ ورځ په داسې حال کې د کارګر نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي چې افغانستان کې وزګاري تر بل هر وخت ډېره زیاته شوې او خلک له سختې بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.

د ننګرهار ولایت په جلال‌اباد ښار کې د سړک ترڅنګ ناست لسګونه ځوانان ساعتونه د کار په تمه تېروي.

دوی وایي، هر سهار د کار په لټه د سړک غاړې ته راوځي او ډېری یې مازدیګر په تشو لاسونو ناهیلي خپلو کورونو ته ستنېږي او یوازې لږ شمېر د کار پر پیدا کولو بریالي کېږي.

یو کارګر معاون خان چې د کار پیدا کولو په تمه د سړک غاړې ته ولاړ دی وايي:«وزګاري ډېره ده، هېڅ کار نشته هر سهار راځو خو کار نشته بېرته په تشو لاسونو ستنېږو. کورنۍ مې نفقه غواړي چې کار نه وي زه به څه وکړم.»

صفي‌الله هم د کار په لټه راوتلی. هغه وايي په کور کې هېڅ نه لري او له کړاوه ډک ژوند تیروي. دی د اړمنو په نامه له خلکو سره د مرستو په روان بهیر هم نیوکه کوي او زیاتوي چې د دوي په څېر اړمنو سره هېچا هم مرستې نه دي کړي.

نوموړی له طالبانو غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.

صفي الله زیاتوي: «نور له وزګارۍ ستړی یم. تمه لرم چې واکمنان موږ ته کاري زمینه برابره کړي. دا وضعیت به تر کومه روان وي‎.»

د مې لومړۍ نېټه د کارګر نړیواله ورځ نومول شوې، خو په افغانستان کې بیا له وزګارۍ شکایتونه ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.

د دې ولایت اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي ترڅو له دې ستونزو وژغورل شي.

خيوت خان او ګل نبي چې د یوې نمړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره جلال‌اباد ښار کې لاسي کراچۍچلوي او د خلکو توکي لېږدوي هم له وزګارۍ سرټکوي او وایي،چې ښار ته د مزدورۍ په تمه راضي، خو ډيرې وخت د ورځ په پای کې ناهیلې بیرته خپلو کورونو ته ستنیږي.

دوی وايي: «کار نشته، دا لاسي کراچۍ راسره دي، سبا نه تر ماښام پورې حیران ګرځو څه نشته لس افغانۍ نه شو پيدا کولای، همدا اوس کور کې د خوړلو لپاره هېڅ هم نه لرو. موږ هیله لرو چې د حکومت له خوا د خبرو او ژمنو پر ځای عملي ګامونه واخیستل شي.»

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رييس هم تر يو بریده د وزګارۍ ستونزه مني، خو زیاتوي چې په تېر یوه کال کې یې تر څلورنیم زره زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رییس فریدالله حقاني زیاتوي: «تېر کال مو هم ۴ زره او ۶۰۰ کسانو ته چې وزګار وو د کار زمینه برابره کړې او راتلونکي ته هم هڅه کوو چې د کار زمینه ورته برابره کړو. تازه مو تر ۶۰۰ زیاتو کسانو ته د مسلکي زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.»

سږ کال د کارګر نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې د بل هر وخت په پرتله وزګاري زیاته شوې او  خلک له سختې بېوزلۍ سره مخ دي.

خلک تمه لري، چې طالبان به د هېواد په کچه وزګاري ختمه او خلکو ته به د کار زمینه برابره کړي.