ورزش

زابل او خوست کې د کرېکټ سیالیو ترسره کېدل

د زابل د کرېکټ امريت په نوښت د سلطان ملخي توخي په نوم سياليو کې د زابل تر څنګ د غزني، هلمند او هرات ولايتونو د کرېکټ لوبډلو ګډون کړی و چې شپږ ورځې یې دوام وکړ.

دغه سيالۍ چې پایلوبې ته يې د هلمند او زابل لوبډلو لاره پیدا کړه، تېره ورځ په داسي حال کې پای ته ورسېدې چې د باران له کبله لوبه مساوي اعلان شوه.

د پایلوبې پرمهال زابل لوبډلې په نولسو اورونو کې د ټولو لوبغارو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته ۱۲۶ منډې هدف وټاکه چې د دوهمې پاڼۍ په پيلېدو سره د باران د اورېدو له امله لوبه مساوي پای ته ورسېده.

لوبغاړي د دغو لوبو په اړه خوښي څرګندوي او له مسوولینو غواړي دې ته ورته نورې سیالۍ هم ترسره کړي.

د دې سیالیو یو لوبغاړی حیدر وايي: «د لوبو په جوړېدو ډېر خوښ يو. د کرکټ امريت او زابليانو څخه مننه کوو چې موږ هڅوي، په راتلونکي کې هم د داسې سياليو د جوړېدو غوښتونکي يو تر څو ځوانان مو د نشه‌يې توکو پر ځای ورزش ته مخه کړي.»

د راشد خان لوبډلې يو لوبغاړی فريد احمد پښتون هم د يادو لوبو په جوړېدو خوښ دی، او وايې چې دې ته ورته لوبې د ولسونو ترمنځ د ورورولۍ او یووالي ښکارندويي کوي.

نوموړی زياتوي: «ډېر د خوښۍ ځای دی چې په لومړي ځل موږ داسې ولايت ته راځو، چې اوسېدونکي يې ميلمه‌پاله او د کرېکټ مينه‌وال دي. موږ د کورني کرېکټ له برخې څخه هيله کوو چې په نورو ولايتونو کې هم داسي سيالۍ په لار واچوي.»

له بلې خوا، د دغو سياليو مینه‌وال او نندارچیان وايي، دا لوبې د تفرېح ترڅنګ سپورت ته د ځوانانو د هڅولو لامل کېږي.

د زابل اوسېدونکی احمد نبي مجروح چې د لوبو د نندارې لپاره راغلی وايي: «زه هره ورځ دې سياليو ته له ملګرو سره راځم. له لوبو خوند اخلم او تفريح کوم، او له حکومت (د طالبانو ادارې) څخه غواړم چې د ځوانانو د تفريح او لوبو لپاره نور پروګرامونه هم پيل کړي.»

د زابل ولایت د کرېکټ آمر بيا وايي چې د سلطان ملخي توخي سياليو کې د زابل د دوو لوبډلو ترڅنګ د‌ غزني، هرات او هلمند ولايتونو لوبډلو ګډون کړی و چې شپږ ورځې يې دوام وکړ.

د زابل د کرېکټ آمر محبوب محبت څرګندوي: «د سلطان ملخي توخي په ولايتي سياليو کې د زابل د دوو لوبډلو په ګډون د غزني، هلمند او هرات ولايتونو لوبډلو ګډون کړی و چې ټولټال ۱۱ لوبې ترسره شوې او شپږ ورځې يې دوام وکړ، د يادو لوبو څخه مو موخه د کورني کرېکټ وده او د ځوانانو هڅول او تشويق و. په روان کال کې هم يو شمېر نورې سيالۍ په پام کي لرو.»       

د يادونې وړ ده، زابل کې د سلطان ملخي توخي په نوم سيالۍ په داسې حال کې پای ته ورسېدې چې د دې ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې هم د کرېکټ، نېزه بازۍ او اس ځغلونې سيالۍ روانې دي.

خوست کې د زرغون افغانستان کرېکټ سیالیو پيلېدل

د زرغون افغانستان جام کرېکټ سیالیو دویم پړاو د ملي، ۱۹ کلنو لوبغاړو او د کورني کرېکټ لوبغاړو په ګډون تېره ورځ د خوست ولایت په کورني لوبغالي کې پیل شوې دي.

یاد جام کې څلور لوبډلې «پامیر لېجنډز، هندوکش سټرایکرز، میوند ډېفېنډرز او جونییر چمپینز» ګډون لري چې د ملي لوبډلې پر لوبغاړو سربېره، د نولس کلنې لوبډلې او کورني کرېکټ لوبغاړي هم پکې لوبېږي.

دغه سیالي به د مې میاشتې تر ۱۷ دوام وکړي چې په ټولییزه توګه به پکې ۱۳ لوبې وشي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو او د میوند ډېفنډرز لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي وايي، یادې سیالۍ د راتلونکو نړیوالو لوبو د ښه ترسره کېدو او له کورني کرېکټ څخه د ښو لوبغاړو د غوراوي په موخه په لار اچول شوي دي.

د افغانستان د ملي او نوولس کلنو لوبډلې یو شمېر نور لوبغاړي هم وايي، چې په دې جام کې ځلېدونکو لوبغاړي به د دې فرصت ترلاسه کړي، چې په راتلونکي کې په ملي او نوولس کلنو لوبډلو کې ولوبیږي.

په ورته وخت کې د کرېکټ مبصرین د کرېکټ بورډ ادارې دا اقدام پر ځای او ګټور بولي.

سپورتي خبریال عبدالرحمن اشنا وايي: «دا ځل د نوولس کلنو ځوانه لوبډله او نوي لوبغاړي له ملي لوبډلې سره یو ځای شوي دي. ځانګړی رول ورکړل شوی دی، نو په دې سره به نور لوبغاړي له ملي اتلانو ډیرې ښې تجربې ترلاسه کړي.»

د زرغون افغانستان د لوبو نندارچیان که څه هم د یادو لوبو ترسره کېدو ته لېوالتیا ښيي، خو په ورته وخت کې نیوکه چې په لوبغالي کې د کېناستو مناسبه زمینه نه ده برابره شوي.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال د دغو لوبو اتلولي هندوکش سټرایکرز لوبډلې ګټلې وه.