سوداګري

کونړ کې د څپلۍ جوړولو کارخونه چې لسګونه تنه پکې کار کوي

د دې کارخونې مسوول چې د کډوالۍ پرمهال یې د چارسدې‌وال څپلیو کار زده کړی اوس یې د کونړ په مرکز اسدآباد ښار کې فعالیت پيل کړی دی.

د دې کارخونې مسوول مسافر خان وايي، دغه هنر يې په خیبر پښتونخوا کې له خپلې کورنۍ سره د کډوالۍ پرمهال زده کړی او ګڼ شمېر کسان له څرمنو جوړې شوې دا څپلۍ خوښوي.

نوموړي زیاتوي: «زه ډېر خوښ یم چې په خپل وطن کې کار کوم، زما د دې کار له برکته یو شمېر نورو هېوادوالو ته هم ګټه رسېږي، دا کار مې هغه وخت زده کړ چې له کورنۍ سره په پاکستان کې اوسېدم، زه له دې لارې خپلې اړتیاوې پوره کوم.»

په دغه کارخونه کې له نوموړي سره شل تنه نور هم کار کوي.

مسافرخان وايي، که آسانتیاوې ورته برابرې او د هېواد په کچه ورته بازار موندنه وشي خپل فعالیت به پراخ او لسګونه نورو هېوادوالو ته به هم د کار زمینه برابره کړي.

اخوا، د څپلیو پېرودونکي وايي، له څرمنې جوړې دا څپلۍ ښه کیفیت لري او کلکې دي.

د دوی په وینا، پخوا په کونړ کې د دغو څپلیو مینه وال کم وو خو اوس يې ډېر کسان کاروي.

جاوید چې دغې کارخونې ته د څپلیو پېرلو لپاره راغلی وايي: «دلته څپلۍ ښې او بیه يې مناسبه ده، دلته ښې څپلۍ له نهه سوه تر دوه زره افغانیو بیې لري.»

ددې ولایت بل اوسېدونکی میرزمان وايي: «پخوا به دغه چارسدې وال څپلۍ یوازې په کوزه پښتونخوا کې وي خو اوس دلته هم ځانګړي مینه وال لري او په ډېره مینه يې پښو کوي.»

د یادولو وړ ده چې دا ډول څپلۍ په پاکستان او د افغانستان په ګرمو سیمو کې ګڼ شمېر خلک خوښوي.