سوداګري

د يو کيلو کونځلو بيه له ٢٥٠ افغانيو څخه ۷۵۰ افغانيو ته لوړه شوې ده

په هرات کې د طالبانو د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې تېر ۱۴۰۱ کال کې د وچکالۍ او اورښتونو د کموالي له امله په دغه ولایت کې د کونځلو په کښت کې کموالی راغلی دی.

د دغو چارواکو په وینا، تېر کال پر ۶۵۰ هکتاره ځمکه کونځلې کرل شوې وې او له هغې څخه ۵۶۶ ټنه د کونځلو دانې ترلاسه شوې.

د طالبانو د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمریت سرپرست بصیر احمد طیب وايي: «په هرات کې د کنځلو کروندې ۶۵۰ هکتاره دي چې له هغې ۵۶۶ ټنه کنځلې ترلاسه شوې او د ورښتونو د کمښت او وچکالۍ له امله د کنځلو کرکېله د ۱۴۰۰ کال په پرتله کمه شوې ده.»

په همدې حال کې په هرات کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، چې په ۱۴۰۱ کال د کونځلو صادرات زيات شوي وو.

دوی زیاتوي، چې د ۹ میلیونه ۲۱۷ زره ډالرو په ارزښت يې ۶ میلیونه ۵۵۹ زره ۶۶۵ کیلو ګرامه د کونځلو تېل ایران، جرمني، عراق او هالنډ ته صادر کړي دي.

په هرات کې د کونځلو تېلو یو شمېر تولیدونکي وايي، چې بهر ته د دغه دانو د صادراتو او د بیې د لوړېدو له امله په کورنیو بازارونو کې د کونځلو تېلو په پلور کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

د دوی په وینا، د یو کیلو خامو کونځلو بیه له ۲۵۰ افغانیو څخه ۷۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د کنځلو غوړیو یو تولیدونکی محمد شاه وایي: «په همدې خراسۍ یا کارخونه کې د ورځې شل کیلو د کنځلو غوړي تولیدوو چې کیلو په ۷۰۰ افغانۍ دي، پخوا په ۲۰۰ تر ۲۵۰ افغانۍ وو، اوس کنجد بهر ته صادرېږي، زه له مسوولینو غواړم چې د صادراتو مخه ونیسي ځکه دا د انسان روغتیا ته ډېره ګټه لري.»

د دغو تېلو پلورونکي د خامو کونځلو بيو د لوړوالي په تاييد سره وايي چې د تېر کال په پرتله يې پلور کم شوی دی.

دا په داسې حال کې دي چې په هرات کې د کونځلو او تېلو پلورونکي وايي، ګرانۍ او خراب بازار د خلکو پر اقتصاد اغېز کړی او د کونځلو په پېرلو کې د خلکو بې وسۍ تولیدوونکي اړ کړي چې بهر ته یې صادرات وکړي.

د کونځلو تېل روغتيايي ګټې او ډول ډول ویټامینونه لري چې د انسان د اعصابو او بدن لپاره ګټور خواړه ګڼل کېږي.