Uncategorized @ps سوداګري

کونړ کې د پيازو حاصلاتو زیاتوالی او د سړو خونو نه شتون

کونړ چې معتدله هوا او ‎ډېرې اوبه لري اوسېدونکي يې تر ډېره پر خپلو ځمکو سبزیجات کري.

ددغه ولایت کروندګر ووایي، سږ کال د نورو سبزیجاتو تر څنګ د پیازو حاصلات زیات دي خو دوی یې د بازار او سړو خونو له نشتوالي شکایت لري.

دوی وایي، که سړې خونې ورته جوړې شي نو د کرنیزو حاصلاتو د خرابېدو مخه به یې ونیول شي او همداراز به ښه ګټه وکړي. د دوی په وینا، د نورو کلونو په پرتله یې د پیازو حاصلات دوه برابره شوي دي.

د دې ولایت د اسداباد اړوند نواباد سیمې یو کروندګر سراج الدین چې پر دوه جریبه ځمکه یې پياز کرلي وايي، د نورو کلونو په پرتله يې حاصلات زیات دي او غوښتنه کوي چې سړې خونې ورته جوړې شي.

هغه زیاتوي: «ما پر دوه جریبه ځمکه پیاز کرلي او د نورو کلونو په پرتله مې هیله مندي ورته زیاته ده، خو که سړې خونې جوړې نه شي زموږ دا خواري به عبس ولاړه شي زیان به وکړو.»

په کونړ کې کروندګر د دوی د کرنیزو محصولاتو لپاره د مناسب بازار له نشتوالي شکایت لري.

د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی نور محمد چې پر درې جریبه ځمکه یې پیاز کرلي وایي: «ما تېر کال هم پياز کرلي وو چې ښه حاصل يې ورکړ، خو له بده مرغه چې د بازار د نشتوالي له امله مې زیان وکړ او آن هغه لګښت مې هم پرې پوره نه کړ.»

د دې ولایت کروندګر وايي چې د کونړ پیاز پاکستان ته د ساتلو په موخه لېږدول کېږي چې وروسته بیا همدغه پیاز پر موږ په دوه برابره لوړه بیه پلوري.

دوی له اوسنۍ ادارې غواړي چې د کرنیزو حاصلاتو د بازار او سړو خونو جوړولو ته جدي پام وکړي.

اخوا، په کونړ کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین د کروندګرو د ستونزو د اواري لپاره د هڅو خبره کوي.

د دې ریاست د مالدارۍ آمر نجیب الله عادل وايي، سږ کال په دغه ولایت کې پر کابو دوه زره جریبه ځمکه پياز کرل شوي چې حاصل یې هم ښه دی.

هغه زیاتوي: «موږ د مرکز اسداباد په ګډون یو شمېر ولسوالیو کې سړې خونې جوړې کړې خو د بزګرانو د نه پوهاوي له امله پکې پياز نه خوندي کوي.»

د یاودولو وړ ده چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې کروندګر د سړو خونو له نشتوالي شکایت لري او وایي چې ډېری وختونه یې کرنیز حاصلات له همدې امله له منځه ځي او یا یې په ټیټه بیه پلوري.