سوداګري

افغانستان سره د سوداګریزې همکارۍ پیاوړتیا ته د قزاقستان لېوالتیا

Herat city. File photo.

د قزاقستان د سوداګرۍ وزیر سیریک ژومانګارین اعلان کړی چې د دغه هېواد حکومت غواړي له افغانستان سره خپلې سوداګریزې همکارۍ لا زیاتې کړي.

د قزاقستان خبري اژانس د ژومنګارین په حواله راپور ورکړی چې له افغانستان سره د قزاقستان سوداګري یو میلیارد ډالرو ته رسېږي او له اذربایجان او ترکمنستان سره د دغه هېواد تر سوداګرۍ زیاته ده.

ژومانګارین د سه شنبې په ورځ د دغه هېواد د حکومت د غونډې په څنډه کې ویلي: «سیاست سیاست دی او اقتصاد اقتصاد. موږ اراده لرو چې سوداګریزې همکارۍ زیاتې کړو. هلته (افغانستان) ته د غنمو، اوړو او تخمونو د تېلو د رسولو واقعي امکانات شتون لري. ولې له دې فرصت څخه ګټه نه اخلو؟»

هغه زياته کړه، هېواد يې په پام کې لري چې په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګريز مرکز په پرانيستو سره په دغه هېواد کې د سوداګرۍ فرصتونه ولولي.

ژومانګارین وویل: «زه غواړم افغان سوداګر دلته راوبولو او یو سوداګریز فورم جوړ کړو چې هغوی په قزاقستان کې زموږ فرصتونه وګوري. افغانستان د سرچینو له پلوه یو بډایه هېواد دی.»

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ایبیک سمدیروف مخکې ویلي وو قزاقستان په پام کې لري چې په هرات ښار کې یو سوداګریز مرکز پرانیزي.

هغه همداراز اعلان وکړ چې قزاقستان د طالبانو دیپلوماتان مني.

د هغه په وينا، په قزاقستان کې د طالب ديپلوماتانو د شرايطو د تاييد په اړه د اوسنۍ ادارې د غوښتنو په اړه مثبت تصميم نيول شوى دى.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار بشیر صافي د وري میاشتې پر ۳۰ یوه ټوېټ کې اعلان وکړ چې قزاقستان په استانه کې د افغانستان سفارت د چین په منځګړتوب طالبانو ته سپارلی دی.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت په استانه کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د نویو دیپلوماتانو منل تایید کړل او ټینګار یې وکړ چې دا اقدام د طالبانو د رسمیت پیژندلو په مانا نه دی.