نړۍ

درې لنډ نړیوال خبرونه

منځني اسیا کې د امریکا او چین د سړې جګړې اړخونه، سوډان کې د انټرنټ پرې کېدل او مالي کې د درېیو ځانمرګو چاودنو په تړاو معلومات په دې خبري ټولګه کې ولولئ.

بلومبرګ: منځني ختیځ کې د امریکا او چین د سړې جګړې اړخونه لا زیات روښانه شوي

بلومبرګ خبري اژانس اعلان وکړ چې نن په منځنۍ اسیا کې د چین او امریکا ترمنځ د نوې سړې جګړې ځانګړنې او اړخونه تر پخوا زیات په ډاګه شوي دي.

د دغه راپور له مخې، چین په ځانګړي ډول د سعودي عربستان او ایران د اړیکو د نږدې کولو په منځګړیتوب سره یوه ډول په سیمه ګوته اېښې چې دا چاره ۶ میاشتې مخکې د اټکل وړ نه وه.

بلومبرګ همداراز اعلان وکړ: «په همدې درشل کې دا ټکی د پام وړ دی چې د چین د بهرنیو چارو وزیر کین ګانګ په دې وروستیو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د فلسطین موضوع د عادلانه او ژرترژره هواري د یوې لارې موندلو لپاره اساسي اقدامات وکړي.»

په دې راپور کې راغلي، په مالي اړخ کې هم بیجینګ کې د اسیا د بېخ‌بنسټ پانګونې بانک په دې وروستیو کې له دغه هېواده بهر د لومړي ځل لپاره په ابوظبي کې خپل دفتر پرانیست.

د اسیا د بېخ‌بنسټ جوړولو د پانګونې بانک یو څو اړخیز پراختیایي بانک دی چې کابو یوه لسیزه مخکې موسسو ته د چین د ځواب په توګه د لوېدیځ هېوادونو له خوا طرحه شو.

بلومبرګ په دوام کې ویلي چې د محمد بن سلمان په مشرۍ د سعودي عربستان ولیعهد په چټکۍ سره د پکن په ګټه د واشنګټن له کړۍ د وتلو په حال کې دی.

سوډان کې انټرنټ پرې شو

د الجزیرې خبري شبکې وېب‌پاڼې سوډان کې د وروستیو بدلونونو په تړاو اعلان وکړ، چې د کوچنی اختر په مناسبت د درې ورځني اوربند له اعلان سره سره د سوډان د پوځ او چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته شنبه مازدیګر د دغه هېواد په پلازمېنه خرطوم کې ماتېدونکې ارامتیا رامنځته شوه.

اخوا، د خرطوم په لوېدیځ ام درمان کې د سوډان د پوځ او چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ نښتې بیا پیل شوې.

له دې سره هم‌مهاله ګڼ هېوادونه د خپلو وګړو د ایستلو په حال کې دي.

همداراز د «نټ بلوکس» سازمان د وېب‌پاڼې د راپور له مخې، چې د انټرنټ نړیوالې شبکې ته پر لاس‌رسي د څارنې مسوولیت لري او دفتر یې په لندن کې دی، سوډان د نښتو په دویمه اونۍ کې د انټرنټ له کابو بشپړ پرې کېدو کړېږي او د شمېرو له مخې انټرنټ ته د سوډاني وګړو د لاس‌رسي کچه ۲ سلنه ده.

همدارنګه د سوډان د روغتیا وزارت د شنبې پر ورځ یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې په دې هېواد کې د نښتو د ټپیانو شمېر ۱۹۲۹ تنو ته رسېدلی او د نښتو په پایله کې ۳۰ روغتونونه تړل شوي دي.

د مالي په مرکز کې د درېیو ځانمرګو چاودنو له امله ۹ تنه مړه او تر ۶۰ زیات ټپیان شول

ګارډین په دې اړه ولیکل چې د مالي هېواد یوه چارواکي اعلان کړی، د دغه هېواد په مرکز «سواره» ښار کې د شنبې ورځې په لومړیو کې د درېیو ځانمرګو بریدونو په لړ کې لږترلږه ۹ تنه مړه او تر ۶۰ زیات ټپیان شول.

د سیمې د ولسوال ویاند یعقوب مېګا وویل: «دغه چاودنه د کابو ۲۰ کورونو د ویجاړېدو لامل شوه. په دې چاودنو کې لږترلږه ۹ تنه مړه او تر ۶۰ زیات ټپیان شول چې ټول ملکي وګړي وو.»

دا په داسې حال کې ده چې د مالي دولت د شنبې ورځې په لومړیو کې په یوه بیانیه کې سواره ښار کې د پوځ له خوا د یوه ترهګریز برید د مخنیوي خبر ورکړ.

په دې بیانیه کې د تلفاتو اړوند معلوماتو له وړاندې کولو پرته راغلي وو: «درې په چاودېدونکو توکو بار موټر د پوځ د بې‌پیلوټو الوتکو له خوا له منځه یوړل شول.»

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.