نړۍ

امریکا د هوايي عملیاتو له لارې له سوډان څخه د خپل سفارت کارکوونکي وایستل

د سوډان د “چټک غبرګون ځواکونه” چې له یوې اونۍ راهیسې د دې هیواد له اردو سره جګړه کوي، د یکشنبې په ورځ وویل چې د شپږو الوتکو له لارې یې د سوډان له پلازمینې خرطوم څخه امریکايي دیپلوماتان او د هغوی کورنۍ ایستلې دي.

د “چټک غبرګون ځواکونو” په یوه بیان کې ټینګار کړی چې د تخلیې عملیات د دغو ځواکونو په همغږۍ ترسره شوي.

په همدې حال کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي له رویټرز سره په مرکه کې تایید کړې چې امریکايي ځواکونو د دغه هېواد ټول وګړي له سوډان څخه ایستلي دي.

له بلې خوا د سوډان پوځ هم ویلي دي چې بریتانیا، فرانسه او چین به هم په عملیاتو کې خپل وګړي له دغه هېواده وباسي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د شنبې په ورځ (اپریل ۲۲) وویل چې د امریکا پوځ له خرطوم څخه د امریکا د حکومت د کارکوونکو د ایستلو لپاره عملیات پیل کړي او زیاته یې کړه چې واشنګټن  له سوډان سره د شخړې له امله په موقت ډول د خپل سفارت چارې ځڼډوي.

هغه په ټینګار سره ویلي چې واشنګټن په خرطوم کې د امریکا د سفارت فعالیت ځنډولی دی.

په همدې حال کې سعودي عربستان هم د شنبې په ورځ یو شمېر سعودي او بهرني اتباع له سوډان څخه وایستل.

د دغه هیواد پوځ ویلي دي چې له خرطوم څخه د بهرنیو اتباعو ایستلو ته به دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سوډان د پوځ او د سوډان د “چټک غبرګون ځواکونو” تر منځ شخړه تېره اوونۍ پیل شوه او د سفارت د کارکوونکو په ګډون زرګونه بهرني اتباع په ټول هېواد کې بند پاتې دي.

که څه هم دواړو لورو د کوچني اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی ؤ، خو د سوډان ځینې برخې لا هم د دواړو لورو ترمنځ د جګړو شاهدې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په دغو نښتو کې لږ تر لږه ۴۱۳ کسان وژل شوي او ۳ زره ۵۵۱ نور ټپیان شوي دي.