ورزش

بایرن مونیخ د ماینز پر وړاندې د ۳-۱ په توپیر سره ماتې وخوړه

د بایرن مونیخ فوټبال لوبډله چې د جرمني د بونډس لیګا مشري کوي، د شنبې په ورځ «۰۵ ماینز» په وړاندې د ۳-۱ په توپیر سره ماتې وخوړه او د دې لیګ دویم ځای یې خپل کړ.

بایرنیانو چې د چهارشنبې په ورځ یې د منچسټر سیټي لخوا د اتلانو لیګ په اتم پړاو کې له سیالیو بهر شول،  د ماینز لوبډلې پر وړاندې یې د داسې ماتې تصور هم نه کاوه. د دې لوبډلې لومړی ګول د لوبې د لومړۍ نیمايي په ۲۹مه دقیقه کې د سادیو مانه له خوا ووهل  شو.

بایرن میونخ درې واړه ګولونه د دوهمې نیمايي په ۱۴ دقیقو کې ترسره کړل.

د “ماینز” لوبډلې له اړخه لومړی ګول د لودویک اجورک لخوا د لوبې په ۶۵مه دقیقه کې، دوهم ګول د لیانډرو باریرو لخوا د لوبې په ۷۳مه دقیقه کې اود دې لوبډلې دریم ګول هم د ایرون مارتین لخوا په ۷۹مه دقیقه کې ترسره شو.

په دې ماتې سره بایرن میونخ ۵۹ نمرې ترلاسه کړې او د جرمني د فوټبال لیګ په جدول کې یې دویم ځای خپل کړ.

په ورته وخت کې، دورتموند پرون ایینټراخت فرانکفورټ ته د ۴-۰ په توپیر ماتې ورکړه او د ۶۰ نمرو په لرلو سره یې د نوملړ په سر کې ځای خپل کړی.

د جرمني په دې لیګ کې یوازې ۵ نورې لوبې پاتې دي. بایرن توانېدلی چې په تېرو ۱۱ فصلونو کې په پرلپسې ډول د “بونډسلیګا” اتلولۍ نوم خپل کړي.