سوداګري

څو اقتصادي خبرونه

د آسیا پراختیايي بانک ویلي چې په افغانستان کې یې د بنسټیزو پروژو تمویلول درولي دي.

په افغانستان کې د اسیا د پراختیايي بانک په خدماتو کې بدلون

د دغه بانک په وینا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان وضعیت ارزونې ته په پام سره، په افغانستان کې یې ددې بانک د پروژو تمویلول درولي دي.

خو د فلپين په پلازمیني مانیلا کې د دغه بانک یوه ویاند له هندو ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي د آسیا پراختیايي بانک به په افغانستان کې د بشري اړتیاوو په برخه کې خپلو مرستو ته ژمن وي.

د آسیا پراختیايي بانک د تېر کال په جنورۍ میاشت کې اعلان وکړ چې له افغانستان سره به ۴۰۵ میلیون ډالره مرسته وکړي.

ددغه بانک په وینا دا پیسې د خوړو د نړیوال پروګرام، یونیسف یا د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق او د زده کړو او روغتیایي خدماتو په برخو کې د ملګروملتونو د پراختیايي ادارې له لارې لګول کېږي.

د آسیا پراختیايي بانک په تېرو کلونو کې د تاپي یا د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د نل لیکې غځول او افغانستان، پاکستان او هند ته د منځنۍ آسیا د ۵۰۰ کیلوواټه برېښنا د لېږد پروژو تمویلول پرغاړه لرل؛ خو د ۲۰۲۲ میلادي کال په مارچ میاشت کې یې د تاپي پروژې له تمویلولو لاس واخیست. دغه بانک د ۱۴۰۱ کال په زمري میاشت کې د کاسا زر (افغانستان او پاکستان ته د برېښنا لېږد) پروژه هم ودروله.

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو په ځلونو د بنسټیزو پروژو له تمویلوونکو غوښتي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ددغو پروژو د کار بهیر ونه دروي.

د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه
یو خصوصي شرکت له ډبرو سکرو او ګازو د برېښنا د تولید په برخه کې په افغانستان کې پانګونه کوي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت، په دې برخه کې له یوه خصوصي شرکت سره د ګډې همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه.

تمه کېږي چې دا شرکت، د سل تر دوه سوه میګاواټه ظرفیت سره له ډبرو سکرو او ګاز څخه برېښنا تولید کړي.

افغانستان په اوسني وخت کې، خپله د اړتیا وړ برېښنا د منځنۍ آسیا له هېوادونو او ایرانه واردوي.

د برېښنايي تذکرو د بیو لوړوالی
طالبانو د برېښنايي تذکرو او زېږون کارتونو بیې لوړې کړې دي.

د طالبانو د کابینې د پرېکړې له مخې، د برېښنايي تذکرو بیه له ۳۰۰ څخه ۵۰۰ افغانیو ته او د زېږېدو سند بیه ۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

طالبانو پرېکړه کړې، هغه کسان په غیابي توګه تذکرې، مثنا او یا تاییدي اخلي باید دوه سوه افغانۍ ورکړي.

ازبکستان له افغانستان سره د ۱۸۵ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه

ازبکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې په دغو مرستو کې اوړه، غنم، غوړي، کنسرو، غوښه، مکروني او بوره شامله ده چې د حیرتان بندر له لارې مزارشریف ته رسېدلي دي.

ددغو مرستو د سپارلو په مراسمو کې د ازبکستان د اقتصاد وزیر انور اورییوف او د طالبانو د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف حضور درلود او د راکړو ورکړو او بشردوستانه همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې اترې وکړې.