نړۍ

درې لنډ نړیوال خبرونه

اوکراین ته د ناټو د عمومي منشي سفر، ۲۷۰ تنو ته د سوډان د تلفاتو زیاتوالی او اسټرالیا کې د مرکبې لمر نیونې پېښه د نن ورځې د بهرنیو خبرونو په بسته کې ولولئ.

کي‌يف ته د ناټو د سرمنشي سفر

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره کي‌يف ته تللی دی.

د ناټو سرمنشي کي‌يف ته د خپل سفر پر مهال اوکرایني سرتېرو ته چې په دې جګړه کې وژل شوي دي د درناوي مراسم ترسره کړي او د روسیې تخریب شوي پوځي تجهیزات چې د کي‌يف په مرکزي میدان کې نندراې ته اېښودل شوي وو هم څارلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته تر یوه کال زیاته موده کېږي. دغې جګړې تر اوسه له دواړو لوریو لسګونه زره قرباني اخیستې او اوکراین یې هم په کنډواله بدل کړی دی.

روسي ځواکونو په وروستیو میاشتو کې د اوکراین ځینې سیمې نیولې او په دې ورځو کې اوکرایني ځواکونه د لا زیاتو بریدونه لپاره چمتوالی نیسي.

په همدې حال کې د چهارشنبې پر ورځ یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې لوېدیځ هېوادونو له دې جملې جرمني کي‌یف ته امریکايي پاټریوټ هوايي توغندي ضد سیستم سپارلی دی.

ویل کېږي، چې اوکرایني ځواکونه په وروستیو میاشتو کې د دغو توغندي ضد وسلو د کارولو لپاره روزل شوي دي.

سوډان کې د نښتو دوام

سوډان کې د ښکېلو لوریو له خوا له اوربند څخه له سرغړونې سره د تلفاتو شمېر ۲۷۰ تنو ته رسېدلي.

خوراکي توکو روغتیایي خدماتو ته د دغه هېواد د وګړو له سختې اړتیا سره سم‌مهاله سوډان کې د پوځ او د ملېشه ځواکونو ترمنځ د ۲۴ ساعته اوربند د ټینګولو لپاره د یو شمېر هېوادونو هڅې یو ځل بیا له ماتې سره مخ شوې.

رویټرز راپور ورکړی، ټاکل شوې وه چې اوربند د ځايي وخت مازدیګر ۶ بجې عملي شي ترڅو مرستندویه بنسټونه د سوډان اوسېدونکو ته خوراکي توکي ورسوي او بهرني هېوادونه هم خپل وګړي په دې موده کې له دغه هېواده وباسي.

خو عیني شاهدانو ویلي چې نښته همداراز د سوډان د پلازمېنې خارطوم په بېلابېلو برخو کې دوام لري.

د سوډان د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په وروستیو نښتو کې لږترلږه ۲۷۰ تنه مړه او ۲۶۰۰ نور ټپیان شوي دي.

له بل لوري د سوډان د ډاکترانو ټولنې ویلي چې ۹ روغتونونه هم په توغندیو په نښه شوي او د دغه هېواد په پلازمېنه کې هېڅ روغتون په بشپړ ډول فعالیت نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې بهرنيو هېوادونو پر ښکېلو لوریو فشار راوستی ترڅو د اوربند په ټینګښت سره د بهرنیو او سوډاني وګړو د تخلیې او خلکو ته د خوراکي توکو د چمتو کولو فرصت برابر شي.

خو د دواړو لوریو له خوا د اوربند له شتون سره سره د سه شنبې او چهارشنبې پر ورځو هم نښتې روانې وې.

اسټرالیا کې لمر نیونه

د اسټرالیا اکسموت ښار د پنجشنبې پر ورځ د مرکب لمر نیولو یا «هایبریډ» شاهد و.

د لمر د نیول کېدو پېښې تر یوه ساعت زیات دوام وکړ خو هغه شېبه چې سپوږمي په بشپړ ډول د لمر مخه ونیوه ۵۸ ثانیې یې دوام وکړ.

د ناسا په وینا د لمر نیول کېدو پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې د لمر مخې ته د سپوږمي راتلو له امله یې سیوری پر ځمکه راځي او په دې لړ کې له حلقوي بشپړ او له بشپړ حلقوي حالت ته بدلون مومي.

په دې ښکارنده کې له ځمکې د شاهدانو لپاره د سپوږمي او لمر ظاهري اندازه یو ډول لیدل کېږي.

د لمر د نیول کېدو مرکب ډول په هره لسیزه کې یو ځل رامنځته کېږي او بل ځل به دا پېښه په ۲۰۳۱ کال کې وشي.