نړۍ

یمن کې د خلکو د ګڼې‌ګوڼې له امله ۷۸ تنه مړه شول

د یمن په پلازمېنه صنعا کې په یوه ښوونځي کې د مرستو د وېش پرمهال لږترلږه ۷۸ تنو ژوند له لاسه ورکړ.

د یمن المسیره ټلویزیوني شبکې راپور ورکړی، چې په دې پېښه کې لسګونه نور کسان ټپیان شوي چې د ۱۳ تنو روغتیایي وضعیت نازک دی.

د یمن د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالخالق العجري په یوه بیانیه کې ویلي چې دغه پېښه د سوداګرو له خوا د خیریه مرستو د وېش پر مهال شوې ده.

سرچینو رویټرز ته ویلي چې چهارشنبه مازدیګر سلګونه تنه د هر کس لپاره د ۵ زره یمني ریالو یا کابو ۹ ډالرو مرستو د ترلاسه کولو لپاره په یوه ښوونځي کې راټول شوي وو.

د المسیره ټلویزیوني شبکې له خوا خپاره شوي انځورونه ښيي چې لسګونه تنه په ګڼه‌ګوڼه کې بند پاتې شوي او یو شمېر نور هڅه کوي خلک وژغوري او همداراز په دې تصویرونو کې د قربانیانو مړي هم لیدل کېږي چې د ګڼې‌ګوڼې په ځای کې غورځېدلي دي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي، دوه سوداګر چې له دې وزارت سره یې له همغږۍ پرته مرستې وېشلې، نیول شوي او په دې تړاو څېړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یمن اته کلنې کورنۍ جګړې لسګونه زره وګړي وژلي، د دغه هېواد اقتصاد یې له منځه وړی او میلیونه تنه یې له لوږې سره مخ کړي دي.