نړۍ

درې نړیوال خبرونه

د جاسوسي سپوږمکۍ د توغولو لپاره د شمالي کوریا د مشر حکم، وینزویلا ته د لاوروف سفر او د چین په یوه روغتون کې اورلګېدنه د نړۍ په خبرونو کې ولولئ.

د شمالي کوریا مشر د جاسوسۍ سپوږمکۍ د توغولو حکم صادر کړ

د شمالي کوریا مشر ویلي چې د پېژندل د توانمنۍ پياوړتیا د امریکا او سویلي کوریا د «ګواښونو» په وړاندې د مبارزې لپاره د دوی لومړیتوب دی.

دولتي خبري آژانس «کې سي ان ای» رپوټ ورکړی چې کیم د سه شنبې په ورځ د فضايي پراختیا له ملي ادارې د لیدنې پرمهال د پروګرام پربنسټ د سپوږمکۍ د ځای پرځای کولو غوښتنه وکړه او د دغه هېواد د څارنې د پياوړتیا لپاره یې په بېلابېلو مدارونو کې د څو نورو څارونکو سپوږمکیو د ځای پرځای کولو حکم وکړ.

د شمالي کوریا دولتي ټلویزیون «کې آر ټي» له خپلې لور سره د کېم یو شمېر تصویرونه خپاره کړل چې د یوې سپوږمکۍ د ګونګ تصویر په وړاندې یې له چارواکو سره خبرې کولې.

شمالي کوریا د تېر کال په دسمبر میاشت کې د یوې جاسوسي سپوږمکۍ لپاره د وروستي پړاو مهمه آزموینه ترسره کړه او وې ویل چې د توغولو لپاره چمتووالی به تر اپرېل میاشتې بشپړ کړي.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو رپوټ ورکړی چې د سپوږمکي تولید پای ته رسېدلی، خو جزییاتو ته یې اشاره نه ده کړې چې د توغولو نېټه یې څه وخت ده.

وینزویلا ته د لاوروف سفر

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د سه شنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګئئ لاوروف سره د کاراکاس په میرامار دولتي ماڼۍ کې ملاقات وکړ.

په دې کتنه کې لاوروف د روسیې د ولسمشر پوتین له خوا د استادو لېږل شوې بسته مادورو ته وسپارله.

لاوروف وویل چې دواړه هېوادونه له خپل وینزویلايي سیال ایوان ګیل سره له له کتنې وروسته ټاکل شوې د انرژۍ، پانګونې، سوداګرۍ او مالي برخو کې د همکاریو موافقې لاسلیک کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر اوسمهال په لاتینه امریکا کې د خپلو متحدو هېوادونو په سفر بوخت دی. هغه دوشنبې د برازیل له ولسمشر لوئيز لولا داسیلوا سره وکتل او نن چهارشنبې کیوبا ته ولاړ.

وینزویلا د پوتین نږدې متحد دی او ولسمشر مادورو د روسیې او اوکراین ترمنځ نښتو په لړ کې د روسيې له ولسمشر څخه ملاتړ کوي.

مسکو له مادورو څخه د هغه هېواد د سیاسي کړکېچ په بهیر کې چې د امریکا له بندیزونو سره مخ و، ملاتړ کړی دی.

د چین په یوه روغتون کې اور لګېدنه

د چین د پلازمیني په یو روغتون کې د اور لګېدو د قربانیانو شمېر ۲۹ تنو ته ورسېد.

ددې اورلګېدو له پیل وروسته په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کسان ښودل کېږي چې د روغتون له کړکیو د وتلو په لټه کې دي.

چینايي چارواکو ویلي چې دا اور په نیم ساعت کې مړ شو او له درېيو تنو پرته نور ټول مړه شوي کسان ناروغان وو.

د سیمې اوسېدونکي دا پېښه وېروونکې بولي او وایي چې دا اورلګېدل ورته ناڅاپي و.

د چارواکو په وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې اور ډېری ناروغان له بد وضعیت سره مخ کړي او یو شمېر پکې مړه شوي دي. ددې اور لګېدو لامل د اور اخیستونکو موادو کارول و چې ددغه روغتون چې د رغولو په حال کې دی اور یې اخیستی دی.

رویټرز رپوټ ورکړی، ددغه بنسټ د څېړنو له مخې، تر چهارشنبې پورې د ټولنیزو رسنیو ډېری لیکنې چې پر اورلګېدو یې نیوکې لرلې، سانسور یا حذف شوې دي.