نړۍ

امریکا کې د یوه کس د زېږون کلیزې پر مراسمو په برید کې څلور تنه مړه او ۲۸ ټپیان شول

د امریکا د الاباما ایالت په دادویل کوچني ښار کې د نڅا په یوه ستوډیو کې د ډزو په پایله کې لږترلږه څلور تنه مړه او ۲۸ نور ټپيان شول.

د پولیسو چارواکو د یکشنبې په ورځ په خبري ناسته کې ویلي چې دا ډزې د شنبې شپې د ۱۰:۳۰ دقیقو په شاوخوا کې شوې دي.

د الاباما ایالت د قانون د اجرا سازمان ویاند جرمي بورکت وویل: «په دې پېښه کې ۲۸ تنه ټپيان شول، اوس د یو شمېر ټپيانو وضعیت نازک دی، دوی په ناوړه شرایطو کې دي.»

مونتګومري ادورټایزر ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې ددې پېښې یو قرباني د ښوونځي د فوټبال لوبغاړی و چې د خپلې خور د زېږون د کلیزې په مراسمو کې یې ګډون کړی و.

د زېږون کلیزې مراسم د «شاهکار ماهوګاني» د نڅا سټوډیو په د ننه کې ترسره شوي وو.

امریکايي چارواکو تراوسه د وسله وال بریدګر د هویت او انګیزې په اړه جزییات ته دي ورکړي او همداراز یې د کوم شکمن د وژل یا نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د ایالتي قانون د اجرا سازمان ویاند جرمي بورکت ویلي چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

د دادویل ښوونځي د تاریخ ښوونکي او د ځغاستې روزونکي مردا کوس راسل وویل: «زموږ د روزش ستوری فیل داودل یو غوره زده کوونکی و، هغه یو عالی لوبغاړی هم و.»

د ایالتي قانون د اجرا سازمان د بیانیې له مخې، «اف بي آی» د الکولو، تنباکو، وسلو او چاودېدونکو توکو ادارې او د سیمه ییزې څارنوالۍ دفتر څارونکي هم د پېښې ځای ته لېږل شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې په وروستیو اونیو کې د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې وسله وال بریدونه زیات شوي چې ددغه هېواد چارواکو د وسلو د کنټرول لپاره د لا سختو اقداماتو غوښتنه کړې ده.