ورزش

ننګرهار کې د کرېکټ رمضان جام سیالۍ

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د رمضان جام په نوم د کرېکټ سیالۍ تر نیمه پایلوبې ته رسېدلي دي.

مسوولین وایي، چې په دغو سیالیو کې د ښار له بېلابېلو کلبونو لس لوبدلې برخه لري او د روژې مبارکې میاشتې ترپایه به دوام وکړي.

د ننګرهار د رمضان جام سیالیو د رسنیو مسوول اکمل خوګیاڼی وایي، د ځوانو لوبغاړو د هڅونې په موخه دا سیالۍ د روژې مبارکې میاشتې په لومړیو کې پيل شوې تر پایه به روانې وي.

هغه زیاتوي: «په دې سیالیو کې لس لوبډلې برخه لري، چې د روژې مبارکې میاشتې ترپایه دوام کوي، په ننګرهار کې دا ډول سیالۍ برابرول ستونزمن کار و، خو له نېکه مرغه بریالي شو او تر نیمه پایلوبې پورې رسېدلې دي.»

په دې سیالیو کې لوبغاړي هم خوښ دي، چې د ملي لوبدلې له یو شمېر نوموتو لوبغاړو سره لوبېږي.

لوبغاړی شفیق الله تمه لري، چې په کور د ننه سوداګر په دې برخه کې هڅې وکړي ترڅو ځوانان د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره ولوبېږي او تجربې ترې ترلاسه کړي.

نوموړی زیاتوي: «زموږ تجار وروڼه باید پر دا ډول لوبو پانګونه وکړي ترڅو زموږ ځوانان د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره لوبې وکړي او تجربه ترې ترلاسه کړي.»

سرفراز چې د خپلې لوبدلې لوبډلمشر دی وایي دا یې لومړی تجربه ده، چې د کرېکټ د ملي او نولس کلنو ملي لوبډلو له لوبغاړو سره یو ځای لوبه کوي.

هغه وایي تمه لري، چې کرېکټ بورډ به هم دا ډول لوبې وڅاري او پياوړي لوبغاړي ترې ولایتي او بیا نورو لوبډلو ته غوره کړي.

نوموړی زیاتوي: «دا د ځوانو لوبغاړو لپاره یو ښه فرصت هم دی، چې خپلې وړتیاوې وښيي او مخکې ولاړ شي، بورډ ته هم په کار ده چې دا سیالۍ وڅاري څو مهم لوبغاړي ترې غوره کړي.»

د مسوولینو په وینا دا د رمضان جام کرېکټ لوبو دوهم پړاو دی او د ملي لوبډلې د نولس کلنو له لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم پکې برخه لري، چې هره شپه یې لسګونه د کرېکټ مینه وال لیدلو ته ورځي.

د کرېکټ برخې شنونکي دا ډول سیالۍ د ځوانو لوبغاړو د ودې لپاره ګټورې بولي او تمه لري، چې کرېکټ بورډ له دې لارې غوره لوبغاړي په ګوته او د لاځلېدو زمینه ورته برابره کړي.

د هېواد د نورو برخو په شان په ننګرهار ولایت کې هم ګڼ شمېر ځوانان له کرېکټ لوبې سره مینه لري.