نړۍ

درې نړیوال خبرونه

د فرانسې د تقاعد قانون د اصلاح تایید، د جاپان د لومړي وزیر د وینا پر مهال چاودنه او د برزیل په اورلګېدنه کې د ۴ تنو وژل کېدل د نړیوالو خبرونو د نن ورځې په بسته کې ولولئ.

د فرانسې د اساسي قانون شورا د تقاعد اصلاحات تایید کړل

د فرانسې د اساسي قانون شورا د جمعې په ورځ، د دغه هېواد د ولسمشر امانوئل مکرون دولت د تقاعد جنجال پاروونکی قانون په وروستیو میاشتو کې له پراخو لاریونونو سره سره، تایید کړ.

ټولنو، محصلینو او اعتراض کوونکو د امانوئل مکرون د تقاعد قانون د اصلاحاتو له تصویب وروسته چې د دغه هېواد د چارواکو په وینا به په چټکه توګه اجرايي بڼه خپله کړي، په بېلابېلو ښارونو کې یې لاریونونه وکړ.

د فرانسې د اساسي قانون شورا د پرېکړې له اعلان وروسته، یو شمېر اعتراض کوونکو په رن ښار کې د پولیسو یو مرکز ته اور ورته کړ او په لیون ښار کې هم خلکو لاریون وکړ چې پولیسو د تیت پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه ګټه پورته کړه.

دا قانون چې د تقاعد عُمر یې له ۶۲ څخه ۶۴ کلنۍ ته زیات کړی، تراوسه د فرانسویانو له هرکلي سره نه دی مخ شوی.

د جاپان د لومړي وزیر د وینا پر مهال چاودنه

د جاپان ځایي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د لومړي وزیر «فومیو کیشیدا» د وینا پر مهال چاودنه شوې ده.

دغه پېښه د شنبې پر ورځ د «واکایاما» ولایت د «سایکازاکي» د کب نیونې په بندر کې شوې ده.

د راپورونو له مخې، یوه کس د جاپان د لومړي وزیر په لور دود خپروونکی بمب غورځولی دی.

په دې پېښه کې ښاغلي کیشیدا ته زیان نه دی رسېدلی او بریدګر د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

په همدې حال کې د ښاغلي کیشیدا د واکمن ډیموکرات لیبرال ګوند ویلي چې ټاکل شوې نوموړی د شنبې ورځې له غرمې وروسته خپل ټاکنیز مبارزات له سره پيل کړي.

ټاکل شوې د جاپان پارلماني انتخابات د اپرېل پر ۲۳ د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې ترسره شي.

جاپان کې تاوتریخجن بریدونه ډېر کم پېښیږي، خو د جاپان د مخکیني لومړي وزیر شینزو ابه له وژلو وروسته د جاپاني سیاستوالو د امنیت په تړاو اندېښنې زیاتې شوې دي.

شنیزو ابه د ۲۰۲۲ کال په جولای کې نارا ښار کې د وینا پرمهال په ډزو سره ووژل شو.

د جاپان مخکینی لومړی وزیر شینزو ابه د تېر کال جولای میاشت کې د ټاکنیز کمپیان پر مهال په لاس جوړه شوې وسلې په مرسته ووژل شو چې له هغې وروسته د دغه هېواد د سیاستوالو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د برزیل د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په پناه‌ځای کې د اورلګېدنې له امله ۴ تنه مړه او ۱۳ نور ټپیان شول

د برزیل په شمال ختیځ کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په یوه پناه‌ځای کې د اورلګېدنې له امله لږترلږه څلور تنه مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د برزیل د اور وژنې سازمان اعلان کړی چې اورلګېدنه جمعه سهار د دغه هېواد د پرنامبوکو ایالت د ریسیفه ښار په «لار پاولو د تارسو» خیریه موسسې کې شوې ده.

د دغه سازمان په وینا، د اورلګېدنې په ځای کې یو هلک او یوه ښځه مړه شوي او دوه نورو قربانیانو روغتون ته په لاره ساه ورکړې ده.

د ریسیفه ښاروال ژایو کامپوس ویلي چې دغه خیریه موسسه له ۳۰ کلونو راهیسې زیان‌منوونکو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته پناه ورکوي.

تر اوسه د دغې اورلګېدنې لامل نه دی روښانه شوی.