نړۍ

د هند په یوه پوځي مرکز کې د ډزو له امله د څلورو تنو وژل کېدل

هندي چارواکي وایي، د چهارشنبې په سهار ددغه هېواد څلور پوځیان د هند د پنجاب ایالت په یوه پوسته کې د ډزو په پایله کې ووژل شول. ددغو چارواکو په وینا، د بریدکوونکو د موندلو لپاره هڅې پیل شوې دي.

رویټرز د هند په پوځ کې یوې سرچینې رپوټ ورکړی چې یو شمېر ناڅرګندو بریدګرو په باتیندا پوځي مرکز کې ډزې وکړې.

په پنجاب کې د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي اس پي اس رويټرز ته ویلي چې دا پېښه «یو ترهګریز برید نه و.»

د هغه په وینا، دا پېښه په یوه کانتینر کې شوې ده.

د هند پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پېښې ځای ډېر ژر ددغو ځواکونو تر واک لاندې شو او د پلټنې عملیات د ترسره کېدو په حال کې دي.

د هند پوځ زیاته کړې چې دا پېښه د هند پر وخت د چهارشنبې د شپې په ۴:۳۵ شوې ده.

د سه شنبې له غرمې وروسته د پولیسو موټر له دغه مرکزه د وتلو په حال کې لیدل کېدل چې د پولیسو د خنډونو له خوا کلابند شوي وو.

دا مرکز د نوي ډيلي په شمال لوېدیځ ۲۸۰ کیلومترۍ کې دی چې تر ډېره د سرتېرو کورنۍ او د پوځ یو استوګنیز ښارګوټی پکې دي.