نړۍ

یو ایرانی پلاوی د تهران سفارت د پرانیستو لپاره سعودي عربستان ته سفر کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې په راتلونکو ورځو کې به د ایران یو پلاوی سعودي عربستان ته سفر وکړي، ترڅو په ریاض کې د سفارت او کونسلګرۍ د پرانیستو زمینه برابره کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوه خبري ناسته کې وویل چې ایران او سعودي عربستان د چین له منځګړیتوب سره د هوکړې پر بنسټ خپلې دیپلوماتیکې اړیکې بېرته پیل کړې دي.

ښاغلي کنعاني زیاته کړه، چې د سعودي پلاوی د شنبې پر ورځ ایران ته ورسېد او اوس‌مهال په پلازمېنه تهران او مشهد ښار کې د سعودي عربستان د کونسلګرۍ د پرانیستو لپاره کار کوي.

د هغه په وینا د ایران پلاوی به هم تر دوو یا درېیو ورځو پورې سعودي عربستان ته سفر وکړي.

چین، سعودي عربستان او ایران د مارچ پر لسمه هوکړه وکړه ترڅو خپلې دیپلوماتیکې اړیکې له کلونو کړکېچونو وروسته بېرته راژوندې کړي او خپل سفارتونه بیا پرانیزي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او عربي سیال یې شهزاده فیصل بن فرحان ال سعود د چین په پلازمېنه پکن کې د یوې ناستې په لړ کې له هوکړې وروسته یوه ګډه بیانیه لاسلیک کړه.

سعودي عربستان په ۲۰۱۶ کال کې ایران کې د سعودي پر دیپلوماتیکو استازولیو د اعتراض‌کوونکو د بریدونو په غبرګون کې د دغه هېواد له خوا د یوه شیعه روحاني له اعدامولو وروسته، له ایران سره خپلې اړیکې پرې کړې.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د تهران او ریاض ترمنځ د اړیکو بېرته ټینګولو په برخه کې د چین منځګړیتوب ارزښتناک بللی دی.

ناصر کنعاني څرګنده کړه: «ایران او عربستان هېوادونو د چین دولت له ښه نیت ډک اقدام او غوښتنې څخه ګټه پورته کړه او د چین په کوربتوب یې دغه مهمه هوکړه ترسره کړه. لکه څنګه مو چې مخکې اعلان وکړ او د هېواد ګډه بیانیه هم اعلان شوه، په دې اړیکه کې یې د چین رول جوړوونکی و او د هرکلي او مننې وړ دی.»

اخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یمن په پلازمېنه صنعا کې د سعودي عربستان، عمان او حوثيیانو ترمنځ د سولې له روانو خبرواترو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې تهران تل د ناورینونو د هوارولو لپاره له غیرپوځي حل‌لارو ملاتړ کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی: «په ټوله کې موږ هیله‌من یو په سیمه کې شته نویو شرایطو ته په پام، د یمن ولس له ګټو سره متناسب د ټولو یمني لوریو په ګډون سره د دوامداره اوربند رامنځته کېدو او د یوه سیاسي بهیر د جوړېدو شاهد واوسو.»

له بلې خوا رویټرز د یمني چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان سفیر محمد بن سعید الجابر له یکشنبې ورځې راهیسې په صنعا کې د عماني استازو په حضور د حوثي ډلې له لوړپوړو مشرانو سره خبرې‌اترې کوي ترڅو له کلونو کلونو جګړې وروسته دایمي اوربند ته ورسېږي او د جنګي بندیانو د ازادولو زمینه برابره کړي.