نړۍ

امریکا د دغه هېواد د ډېرو پټو معلوماتو د افشا کېدو څرنګوالی څېړي

د امریکا د پټو پوځي معلوماتو له افشا کېدو وروسته، د دغه هېواد د ملي امنیت سازمانونه د دغو پټو معلوماتو د خپرېدو څرنګوالی او د دې موضوع له دیپلوماتیکو پایلو سره د چلند کړنلاره څېړي.

رویټرز راپور ورکړی، یوه امریکایي چارواکي ویلي چې څاروونکي هڅه کوي هغه کس یا ډله چې دا کار یې کړی وپېژني ترڅو د دغو معلوماتو د افشا کولو په انګېزه پوه شي.

کارپوهانو ویلي دا چاره په ۲۰۱۳ کال کې په ویکي لیکس کې د زرګونه سندونو له خپرېدو راهیسې د معلوماتو د افشا کېدو ترټولو ناوړه پېښه ده.

د جان هاپکینز پوهنتون پروفیسور توماس رېډ په دې اړه وایي: «دا د معلوماتو د افشا کېدو ترټولو لویه، تخریبوونکې او د شرم وړ پېښه ده. نو له همدې امله فکر کوم موږ کولای شو ووایو، تر اوسه دا په دې وروستیو کې د معلوماتو د خپرېدو ناوړه افشا کېدل دي.»

هغه په دوام کې زیاته کړه چې دا افشا کېدل د نورو معلوماتو د خپرېدو په پرتله ځانګړي دي. ځکه د هغه په باور خپرو شويو اسنادو کې د بېلابېلو اطلاعاتي سازمانونو له خوا ۲۰ پاڼې جوړ شوي راپورونه دي او د اوکراین د جګړې جزییات او نقشې معلومات هم پکې شته.

تېره اونۍ په خواله رسنیو کې د امریکا د پټو اسنادو د یوې نوې ټولګې د افشا کېدو راپورونه خپاره شول چې د اوکراین د هوایي دفاع له اړوند موضوعاتو نیولې د چین، منځني ختیځ، سویلي کوریا، ترکیې، افریقا او د اسراییل تر جاسوسي سازمانونو پکې شامل وو.

امریکایي چارواکو ویلي، هڅه کوي د دغو اسنادو د خپرېدو سرچینه په ډاګه کړي.

توماس رېډ ټینګار کړی: «په هېڅ بل هېواد کې معلومات په دې کچه نه افشا کېږي. فکر وکړئ دا پېښه څو ځله په بریتانیا کې شوې. ښایي امریکا له هغې وروسته له بریتانیا سره د معلوماتو شریکول ودروي.»

په همدې حال کې امریکایي چارواکو ویلي څېړنې یې په لومړیو پړاوونو کې دي او ښایي د روسیې پلوي عناصر د دغو اسنادو د افشا کولو په پېښه کې لاس ولري.

امریکایي چارواکو ویلي، په دې تړاو د هغوی څېړنې په لومړنیو پړاونو کې دي.

رویټرز راپور ورکړی چې په خواله رسنیو کې یې تر ۵۰ زیات «پټ او محرمانه» سندونه څېړلي چې د اوکراین د پوځي زیانونو معلومات او د امریکا د یو شمېر متحدینو په اړه یې ځینې معلومات افشا کړي دي.

خو رویټرز بیا ټینګار کړی چې تر اوسه د دغو اطلاعاتو سمووالی د امریکایي چارواکو له خوا نه دی تایید شوی.