ورزش

الکلاسیکو کې د «ریال مادرید» لوبډلې بریا

انځور: رویټرز

د ریال مادرید فوټبال لوبډلې د چهارشنبې شپې په لوبه کې د اسپانیا د حذفي جام لومړۍ لوبډلې او خپل اصلي سیال «بارسلونا» ته ۴ پر صفر ماته ورکړه.

د تېرې شپې لوبه د بارسلونا په کوربتوب ترسره شوه او ریال مادرید وتوانېد له ۲۸ کلونو وروسته په «الکلاسیکو» کې په ډېرو ګولونو سره بریا ته ورسېږي.

د ریال مادرید روزونکي کارلو انچلوټي د دې لوبې له پای وروسته د خبریالانو په یوه غونډه کې وویل: «زه فکر کوم دا هغه لوبه وه چې شخصیت او تجربې ډېر ارزښت پکې درلود. موږ د رودریګو، والورده او کاماویګا انرژي د وینیسیوس، مودریچ او کروس له تجربې سره یو ځای کړه. هغوی په دا ډول لوبو کې ډېر ارزښتناک دي ځکه د هغوی پښې تر فشار لاندې نه لړزېږي. هغوی په زړه‌پورې لوبه وکړه.»

د ریال مادرید لومړی ګول وینیسیوس جونیور د لومړۍ نیمې په وروستیو ثانیو کې ترسره کړ.

کریم بنزما د دې لوبې په دویمه نیمه کې د ریال مادرید لپاره درې ګولونه سر ته ورسول چې په همدې توګه دا ډله وتوانېده په دوو پرله‌پسې لوبو کې د ۴ پر ۱ پایلې سره «بارسلونا» پیاوړې لوبډلې ته ماته ورکړه او د اسپانیا د حذفي جام له لوبلړۍ یې ګوښه کړي.

د «بارسلونا» لوبډلې روزونکي او پخواني ستوري ژاوي هرناندز وویل: «ریال مادرید ته مبارکي وایم او فکر کوم، د لوبې دویمه برخه یې په ډېر ښه ډول تېره کړه. که په مادرید رحم وکړئ، هغوی پر تاسو رحم نه کوي.»

ټاکل شوې ریال مادرید د دغو سیالیو په پایلوبه کې د مې میاشتې پر شپږمه نېټه د «اوساسونا» پروړاندې ولوبېږي.