نړۍ

د چین له ګواښونو سره سره؛ مک کارتي د تایوان له ولسمشرې سره وکتل

د امریکا د استازو جرګې رییس کیون مک کارتي د چین له ګواښونو سره سره، د چهارشنبې په ورځ په کلفورنیا کې د تایوان له ولسمشرې تسای اینګ ون سره وکتل.

دا د امریکا تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی چې په تېرو څه د پاسه څلورو لسیزو کې د امریکا په خاوره کې د تایوان له مشرې سره ګوري.

مک کارتي او تسای دا کتنه رغنده بللې او پر متقابلو همکاریو یې ټینګار کړی دی.

له بلې خوا، تسای له مک کارتي سره له کتنې وروسته په ګډه خبري ناسته کې له دغه هېواد سره د واشنګټن د همکارۍ ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې تایوان د نړۍ لپاره د باور وړ شریک کېدای شي.

د تایوان ولسمشره تسای اینګ ون په دې اړه وویل: «په دې لړ کې له چا پټه نه ده، هغه سوله چې موږ خوندي کړې وه او ډیموکراسي چې لپاره یې موږ سخته هڅه کړې، له بې مخینې ننګونو سره مخ ده.»

له بلې خوا؛ د امریکا د استازو جرګې رییس کوین مک کارتي وویل چې هغه او د دواړو ګوندونو یو شمېر قانون جوړونکو د چهارشنبې په ورځ (د اپریل په ۵مه) د تایوان له ولسمشر تسای اینګ ون سره رغنده خبرې اترې کړې دي.

چین د تېر کال په اګست میاشت کې او د تایوان پلازمیني تایپه ته د امریکا د استازو جرګې د مخکینۍ مشرې نانسي پلوسي له سفره وروسته، ددې ټاپو شاوخوا پوځي مانورې ترسره کړې.

د تایوان دفاع وزارت هم له مک کارتي سره د تسای له لیندنې مخکې اعلان وکړ چې چینايي جنګي الوتکو د تایوان له هوايي حریمه سرغړونه کړې ده.

د  امریکا د استازو جرګې رییس هم ټینګار کړی چې واشنګټن باید تايپه ته د وسلو پلور ته دوام ورکړي او د سوداګرۍ او ټکنالوژۍ په برخو کې اقتصادي همکارۍ پیاوړې کړي.

د امریکا د استازو جرګې رییس وویل: «موږ باید تایوان ته د وسلو پلورلو ته دوام ورکړو او ډاډمن شو چې دا ډول پلورنې په خپل وخت تایوان ته رسېږي. دوهم؛ موږ باید خپلې اقتصادي همکارۍ په تېره بیا د سوداګرۍ او ټکنالوژۍ په برخه پياوړې کړو، درېیم موږ باید په نړیوال ډګر کې د خپل ارزښت ودې ته دوام ورکړو.»

له بلې خوا، دا ناسته به هرومرو د بیجنیګ غبرګون په ځان پسې ولري چې تایوان د خپلې خاورې برخه بولي او ژمنه یې کړې چې د اړتیا په صورت کې به په زور هغه تر خپل واک لاندې راولي.

چین په ځلونو د مک کارتي او تسای د کتنې په اړه خبرداری ورکړی، که څه هم ځینې شنونکي تمه لري چې ددغه هېواد غبرګون له تايپه د پلوسي له کتنې لانرم وي.