افغانستان

په ملګروملتونو کې د ښځو د کار د مخنیوي په اړه د طالبانو پر تازه پرېکړې نیوکې

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو د کار او فعالیت د مخنیوي له پرېکړې کابو څلور میاشتې تېرېږي خو افغان مېرمنې د خپل ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښنه لري.

د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۲۴مه د طالبانو د اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې په نادولتي او بهرنیو بنسټونو کې تر امر ثاني پورې د ښځو فعالیت وځنډاوه چې د طالبانو دا کار له ګڼو غبرګونونو سره مخ شو.

سوما زماني د نورو افغان مېرمنو په شان دغه محدودیت او ناسم وضعیت له ګڼو ننګونو سره مخ کړې ده.

هغې د ژورنالیزم په څانګه کې زده کړه کړې، له شپږو میاشتو راهیسې یې له ماشومانو او ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو سازمان په یوه پروژه کې کار کاوه، خو د طالبانو په حکم نور یې فعالیت بند شو.

د هغې په وینا، نوموړې د خپلې اته کسیزې کورنۍ د اړتیاوو یوازینۍ برابرونکې وه چې د طالبانو په دې اقدام سره د خوراکي ناامنۍ په شان ستونزو سره هم مخ شوې ده.

نوموړې په دې اړه وايي: «کابو شپږ میاشتې مخکې په دې ډول ناسم وضعیت کې په پراخو هیلو او ښه راتلونکي او د ښځو له حقونو د دفاع په موخه مې کار پیل کړ ترڅو چې خپلو هېوادوالو ته کار وکړم او په ټولنه کې اغېز ولرم، کار مې پیل کړ هر څه سم پرمخ روان وو، مرستې مو کولې له مالي مرستو تر مسلکي زده کړو او ډېره خوشحاله وم.»

هغه د طالبانو له خوا د محدودیتونو لګولو په اړه وايي: «د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۲۴مه نېټه د شپې له خوا خبره شوم چې د طالبانو اقتصاد وزارت په یوه رسمي لیک کې د ښځو پر کار محدودیت لګولی او کله مې چې هغه شپه رایادېږي ژړا راځي او په اړه خپل احساسات نه شم بیانولای، موږ کار کاوه د هغو مېرمنو او کورنیو لپاره چې بې وزله وو او له بې وزلۍ سره مبارزه کوله.»

مېرمن زماني زیاتوي: «د طالبانو د دې کار موخه سیاسي لوبه او له ټولنې د ښځې څنډې ته کول دي، طالبان د ښځو له دریځه ګټه پورته کوي او د دغه راز محدودیتونو په لګولو د خپل حکومت په رسمیت پېژندلو په لټه کې دي چې په دې اقدام سره هېڅ هېواد د طالبانو د غوښتنې منلو ته حاضر نه دی.»

هغې وویل: «ددغو محدودیتونو اغېز یوازې زما لپاره نه بلکې ډېری افغان مېرمنو لپاره دی چې له زرګونه هیلو سره یې کار کاوه، د راتلونکي په اړه هیله مندي نه لرو او د اصلاح تمه هم نه لرو چې سبا به په هېواد کې یوه مثبته پېښه وشي.»

له بلې خوا، نوموړې د طالبانو له حکومته غواړي پر خپلې دغې پرېکړې له سره غور وکړي، هغې همداراز له ملګروملتونو سازمان او نورو دوستو هېوادونو په دې برخه کې د لازیاتو خبرو غوښتنه وکړه.

مېرمن زماني ټینګار وکړ: «اته کسیزه کورنۍ لرم او د کورنۍ د اړتیاوو د برابرولو مسوولیت لرم، سره له دې چې ټول تحصیلي اسناد او کاري تجربه لرم د راتلونکي په اړه ډېره اندېښمنه یم چې څه ډول به د کورنۍ اړتیاوې پوره کوم. په داسې حال کې چې تحصیل مې کړی، خو اوس شرایط داسې دي چې مجبوره د خلکو په کورونو کې او یا بل سخت کار وکړم.»

د ویلو ده چې دا پر ښځو لومړنی محدودیت نه دی، بلکې طالبانو واک له رسېدو وروسته زده کړو او تحصیل په برخو کې پر ښځو او نجونو محدودیتونه ولګول.