نړۍ

څو مهم بهرني خبرونه

هالنډ کې د اورګاډي له ټکره، اسټرالیا کې پر ټیک‌ټاک بندیز او کانګو کې د ځمکې تر ښویېدو د نن ورځې د بهرنیو خبرونو په ټولګه کې دي.

هالنډ کې د اورګاډي د ټکر له امله د یوه کس مړینه او د ۳۰ تنو ټپي کېدل

هالنډ کې د ودانیزو تجهیزاتو له یوه لېږدوونکي موټر سره د اورګاډي په ټکر کې یو کس مړ او ۳۰ نور ټپیان شول.

د هالنډ د بیړنیو پېښو ادارې ویلي، دغه اورګاډی چې نږدې ۵۰ مسافر پکې سپاره وو سه‌شنبه سهار ۳:۲۵ بجې لاهې ته نږدې وورشخولته کلي کې ټکر وکړ.

د اوروژنې ویاند اینګرېډ ډي روس وویل: «نن سهار یوه اورګاډي ټکر وکړ. یو په درنو تجهیزاتو بار موټر له اورګاډي سره ولګېد، خو دا چې په دقیق ډول څه شوي دي، تر اوسه نه ده روښانه.»

دغې ادارې ویلي، چې د دې پېښې ۱۹ تنه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي او د ځینو وضعیت نازک دی.

اسټرالیا ټیک‌ټاک منع کړ

اسټرالیا د دغه هېواد په دولتي دستګاه کې «ټیک‌ټاک» پروګرام منع کړ.

اسټرالیا د سه‌شنبې پر ورځ «ټیک‌ټاک» تصویري اپلیکیشن د امنیتي اندېښنې له امله د دغه هېواد په دولتي دستګاه کې منع کړ.

د اسټرالیا د مالیې وزیرې کټي ګالاګر په دې اړه وویل: «په دولتي دستګاه کې دغه پرېکړه د امنیتي سازمانونو د سپارښتنو له مخې شوې ده.»

داسې اندېښنې شته چې د «بایټ ډینس» چینايي شرکت اړوند دغه اپلیکیشن د کاروونکو معلومات د سیاسي پروګرامونو لپاره ټولوي او د چین دولت په واک کې یې ورکوي.

«ټیک‌ټاک» تر اوسه په اسټرالیا، کاناډا، امریکا، بریتانیا، د اروپا کمېسیون، بلجیم، فرانسه او نیوزیلنډ کې منع شوی دی.

د سوریې توغندويي ضد سیستم د دمشق پر سر یو شمېر توغندي شنډ کړل

د سوریې دولتي رسنیو رپوټ ورکړی چې ددغه هېواد توغندويي ضد سیستم د اسراییلو له خوا یو شمېر ویشتل شوي توغندي د سوریې د پلازمیني دمشق پر فضا شنډ کړي دي.

هغه تصویرونه چې د سه شنبې په شپه اخیستل شوي ښيي چې د سوریې توغندويي ضد سیستم د دمشق پر آسمان څو توغندي په نښه کړي او له هغې وروسته د څو چاودنو غږ هم اورېدل شوی دی.

اسراییلو په وروستیو کلونو کې په سوریه کې د ایران اړوند موخو باندې بریدونه کړي دي. خو د اسراییلو پوځ د تېرې شپې د برید په اړه څه نه دي ویلي.

د ایران دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې دمشق ته نږدې د اسراییلو په برید کې د ایران د سپاه پاسداران دوه غړي ووژل شول.

کانګو کې د ځمکې ښوېيدو په پایله کې لږترلږه ۲۱ تنه مړه شول

د کانګو چارواکو د دوشنبې پر ورځ وویل چې د دغه هېواد د مایسیسي ښار په بلووای کلي کې د ځمکې د ښویېدو له امله کابو ۲۰ تنه مړه شوي او یو شمېر بې‌درکه دي.

په همدې حال کې د بلووا اوسېدونکو رویټرز ته ویلي چې دغه پېښه یکشنبه داسې مهال وشوه چې یو شمېر ښځې او ماشومان په بولووا سیمه کې د سیند غاړې ته د جامو او لوښو پر مينځلو بوخت وو. د هغوی په وینا د ۷ ښځو او ۱۴ ماشومانو مړي له خاورو راایستل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي ډزایر مشیمو وویل: «شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې وې چې ځمکه وښویېده. ښځې او ماشومان پر مینځلو بوخت وو او ټول په خاورو کې خښ شول. څوک بریالي نه‌شول چې راووځي. موږ مرستې ته راغلو، هڅه مو وکړه د سیند اوبه راواړوو ترڅو ځمکه لږ څه نرمه کړي او وکولای شو مړي راوباسو. تر اوسه مو ۲۱ مړي چې ۷ ښځې او ۱۴ ماشومان پکې شامل دي راایستلي دي.»

له دې پېښې یو تن ژغورل شوی او روغتیایي مرکز ته لېږدول شوی دی.