افغانستان

له ګڼو ستونزو د ننګرهار د آهنګرانو شکایت

د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې آهنګران له کلونه راهیسې په یوه کوڅه کې راټول او  د کورونو او کروندو اړوند وسایل جوړوي.

دغه کسبګر وایي، د کرنېزو چارو لپاره  د عصري وسایلو د رامنځته کېدو او همداراز په هېواد کې د اقتصادي ناورین له امله یې کارونه په ټپه درېدلي دي.

۵۵ کلن غیاث الدین چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې بیلچې، چاړې، تبۍ، کولنګ، تبر،  رمبي ، لور ، ځنځير او نور توکي جوړوي وایي په دې وروستیو کې یې د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله کارونه ډېر کم شوي دي. هغه وایي له دې مخکې به د هغه په لاس جوړ شوي وسایل د بېلابېلو ولسوالیو کروندګرو کارول خو اوس یې پېرودونکي کم شوي دي.

نوموړی زیاتوي: «موږه په خپل لاس تبرګي او سپارې جوړولې اوس هغه شیان نشته، ټول له خارج نه راځي اوس ټرکټورونه دي، هغه وخت زمونږ روزګار یو څه ښه و خو اوس څه نشته.»

فضل محمد هم له کلونو راهیسې پښګري کوي او وايي، د عصري وسایلو ترڅنګ هېواد کې روان بد اقتصادي وضعیت هم د دوی پر کارونو ناوړه اغېزه کړې ده.

هغه زیاتوي: «دلته خلکو له موږ څخه کلنګ، د وسپنې قلم او داسې نور وسایل اخیستل، زموږ روزګار ښه و، خو اوس خلک پیسې نه لري، آبادي نه شي کولی او که څوک یې لري عصري وسایل کاروي.»

د دې ولایت کروندګر هم تر ډېره د کرنیزو چارو لپاره له همدې دودیزو توکو کار اخلي.

واقف خان چې له یوې لیرې پرتې ولسوالۍ ښار ته راغلی وایي، د دې ځای آهنګران ښه وسپنه کاروي او همدا لامل دی، چې وسایل یې کلک وي.

نوموړی زیاتوي: «کله چې مو څه په کار شي نو همدلته راځو او هرڅه چې اړتیا وي اخلو یې، دوی ښه وسایل جوړوي ښه وسپنه کاروي، د بازار توکي بیا دومره د کار نه وي هغه ژر له منځه ځي.»

ددې ولایت د آهنګرانو ټولنې مسوولین بیا وايي چې د لوړې مالیې له امله د کسبګرو کارونه خراب شوي دي.

د دغې ټولنې مرستیال غلام سخي وایي، سره له دې،چې دوی دودیز کرنیز وسایل جوړوي،خو بیا هم طالبان له دوی لوړه مالیه اخلي.

هغه وایي: «دوی لور، تبرګي او رمبي جوړوي، نو له دوی به طالبان څه ترلاسه کړي، پر دوی یو پر دوه یو پر درې مالیه راځي، بل د جلال اباد د برېښنا بلونه هم لوړ دي، په تېره بیا کارګرې طبقې ستونزې زیاتې دي.»

دغه کسبګر په داسې حال کې د خپل کاروبار له خرابوالي شکایت کوي، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې وزګاري زیاته شوې او په ورته وخت کې د طالبانو له خوا د لوړې مالیې اخیستو دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وایي، که په کرنیزو چارو کې  د عصري وسایلو کارول زیات شي او د حکومت له خوا ددغو کسبګر لاسنیوی ونه شي، د وخت په تېرېدو سره به دا دودیز کسبونه له منځه ولاړ شي.