نړۍ

امریکا د روسیې له خوا د ایوان ګرشکویچ د خوشي کولو غوښتنه وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د یکشنبې په ورځ د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګئ لاوروف سره په ټلیفوني اړیکه کې د وال سټریټ ژورنال د خبریال ایوان ګرشکویچ د خوشي کولو غوښتنه کړې، چې روسیې نوموړی د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

ښاغلي بلینکن په یوه ټویټ کې ویلي چې د امریکايي وګړو د نیولو لپاره د مسکو اقدام «د نه منلو وړ» دی.

هغه لیکلي: «ما نن د (روسیې) د بهرنیو چارو له وزیر سرګئ لاوروف سره خبرې وکړې ترڅو د روسیې له خوا د امریکایي خبریال د نه منلو وړ نیولو په اړه خپله ژوره اندېښنه ورته اعلان کړم. ما د هغه او بل امریکایي وګړي پاول ویلان چې په تېروتنې سره نیول شوی د خوشي کولو غوښتنه وکړه.»

د رپوټونو له مخې، ایوان ګرشکویچ د تېرې اونۍ په چهارشنبې او پاول ویلان په ۲۰۱۸ کال کې د جاسوسۍ په تور د روسیې له خوا نیول شوي دي.

د روسیې امنیتي سازمان د پنجشنبې په ورځ وویل چې ګرشکویچ یې د روسیې د یوه دفاعي شرکت په اړه د مالوماتو راټولولو پرمهال چې یو دولتي راز دی نیولی دی.

له بلې خوا، وال سټریټ ژورنال د ګرشکویچ د جاسوسي تور رد کړی دی.

سپینې ماڼۍ هم دا تور چې سزا یې تر شلو کالو بند دی، ناوړه بللی دی.

وال سټریټ ژورنال په دې اړه لیکلي: «د وال سټریټ ژورنال خبریال ایوان ګرشکویچ د هغه څه له امله نیول شوی چې مسکو یې جاسوسي بولي. ژورنال دا تور رد کړی او د نوموړي د ژر ترژره خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، لاوروف بلینکن ته ویلي چې د نیول کېدو دوسیې سیاسي کول «د نه منلو وړ» موضوع ده او ټینګار یې کړی چې د ګرشکویچ برخلیک به په محکمه کې وټاکل شي.

لاوروف همداراز دا خبریال په جاسوسۍ تورن کړی خو په دې اړه یې هېڅ سند نه دی وړاندې کړی.

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د بلینکن او لاوروف ترمنځ مستقیمې خبرې کم ساری عمل دی.

دوی پر اوکراین د روسيې له برید وروسته، تېره میاشت په ډیلي کې د ناستې په څنډه کې د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې سره وکړې.

د پنجشنبې په یوې غیرعلني محمکمې پرېکړه وکړه چې ګرشکویچ د مې میاشتې تر ۲۹مې پورې د مسکو په لفورتوو زندان کې په موقت ډول وساتل شي.

ډېری لوېدیځ او روسي شنونکي په دې باور دي چې دا نیونه له واشنګټن سره د ناندرۍ وهلو پرمهال برلاسۍ لپاره د مسکو له خوا شوې ده.

دا په داسې حال کې دي چې څلور میاشتې مخکې واشنګټن او مسکو خپل مهم بندیان له یو بل سره تبادله کړل چې د  امریکا د باسکتبال لوبغاړی د روسي وسلو د قاچاق کوونکي ویکتور بوت په بدل کې له زندانه خوشی شو.